ROYDAD News
February 19, 2025 at 10:45 AM
د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی دفتر (یوناما) یوه بېکاره اداره وبلله او زیاته یې کړه چې دغه دفتر نړۍ ته د افغانستان حالت ناسم ښودلی دی.
فطرت له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې یوناما په تېر یو کال کې په خپلو راپورونو کې ډېرې کوچنۍ پېښې ډېرې لویې کړې دي.