
ROYDAD News
February 20, 2025 at 09:22 AM
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په ځینو برخو کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند د تړون لومړی پړاو لا نه بشپړ شوی دی.