ROYDAD News
ROYDAD News
February 22, 2025 at 06:50 AM
د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي چې د پاکستان له لوري تېره شپه (جمعه، د کب ۳مه) یوولس بجې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده. د راپورونو له مخې، د ننګرهار د امنیې قومنداني ویاند سیدطیب حماد، رسنیو ته ویلي چې پاکستان د ا.ا له لوري د فرضي کرښې دې غاړې ته د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دغه لار بنده کړې ده. د ویلو ده چې د دغې لارې په تړل‌کېدو سره دا مهال سلګونه مسافر، ناروغان او باروړونکي موټر د دغې دروازې بیا پرانېستلو ته په تمه دي.

Comments