ROYDAD News
ROYDAD News
February 22, 2025 at 10:03 AM
ټاکل شوې چې (دوشنبې، د کب ۶مه) د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین پیل شي. «له پولیو د خالي افغانستان» په نوم ادارې نن شنبې په خپله اېکس پاڼه کې د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کمپاین به دوشنبې په یو شمېر ولایتونو کې پیل شي. د ویلو ده چې د تېرې سلواغې میاشتې په لومړیو کې د پولیو د واکسین کمپاین د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې تطبیق شو او له پینځو کلونو کم عمره شپږ میلیونه ماشومان پکې واکسین شول.

Comments