
بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
February 6, 2025 at 03:33 AM
https://x.com/Bidar12564/status/1887187515561381899?t=6YldCRFoOvOUgGZV94oYyw&s=09
د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد الله ضرار په شمال زون کې د اکتید مؤسسې له مسئول ښاغلي جاويد اکبري سره وکتل.
ښاغلي ضرار د اکتید مؤسسې خدمات د ستاينې وړ وبلل او ځوانانو ته د باکيفيته خدمتونو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
په شمال زون کې د اکتید مؤسسې مسئول ښاغلي جاويد اکبري د خپلو فعاليتونو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او وويل چې ځوانان ته به معیاري تعليمي خدمات ترسره کړي.