
بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
February 10, 2025 at 05:29 PM
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له ښوونیز مرکز، فريلانسينګ برنامې له پنځمې دورې څخه ۵۰ تنه ځوانانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په دغه فراغت غؤنډه کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار ځوانانو ته هر اړخیزه علمي وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې ځوانان باید دغه فراغت د خپلو زدهکړو د پای مناسبت ؤنه بولي، بلکې د نورو کاري او علمي برنامو لپاره یې یو نوی باب تلقي کړي او د لا نورو لاسته راوړنو په تکل کې ؤ اوسي.
همدا رنګه ښاغلي مولوي محمد الله ضرار د خپلو خبرو پر مهال دا هم وویل: " ډېر د خوښۍ ځای دی، چې نن زموږ ګڼ شمېر ځوانان د یوې مهمې دری میاشتنۍ تخنیکي او ښوونيزې دورې په پای ته رسولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کوي.
ښاغلي ضرار صاحب ځوانانو ته په خطاب کې وویل تاسو چې کومې زده کړې ترلاسه کړې لا دوام ورکړئ او دغه علم یوازې د مادي ګټو تر حده محدود نه کړئ بلکه له هغه څخه د هېواد پیشرفت او ترقۍ لپاره هم کار واخلی!
ؤرپسې د اکتید مؤسسې د تعلمي برخې مسئول مسيح الله اميري د اکتید مؤسسې په نمايندګۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اکتید مؤسسه په داسې برنامو کار کوي تر څو د ځوانانو د راتلونکې او اشتغال لپاره مهمې وي او د دوی راتلونکی تضمين کړي.
د یادولو وړ ده، چې د فريلانسينګ پنځه واړو برنامو څخه ٣٢٦ تنه ځوانان فارغ شوي دي او په دغه موده کې يې يو شمېر فارغ شوو ځوانانو ټولټال کابو ۲۳۲۰۰ درویشت زره او دوه سوه امريکايي ډالره عايد ترلاسه کړي دي.
یکشنبه:
١٤٤٦/٨/١٠
١٤٠٣/١١/٢١
# بېدار ورځپاڼې