
بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
February 10, 2025 at 05:31 PM
https://x.com/Bidar12564/status/1889001204526846225?t=O94jpllp6DWIW0qQqfhpHQ&s=09
په بلخ ولايت کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه.
د بلخ امنيې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي « تېره شپه د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه، نیول شویو کسانو چې د ښار په مختلفو برخو کې فعالیت درلود، خلکو ته به یې اخطارونه ورکول او له خلکو یې د پیسو غوښتنه کوله او په ځینو ساحو کې یې د خلکو کورونو ته لاسي بمونه هم غورځولي وو».
د خبرپاڼې له مخې نیول شویو کسانو چې په خپل جرم يې اعتراف کړی، دوسیې به یې اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.
#بېدار_ورځپاڼه