بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
February 25, 2025 at 05:18 PM
https://x.com/Bidar12564/status/1892264585735831836?t=muyuMG4-EJU1qNSIC2OTcA&s=09 ‏د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او ورسره مل پلاوي د آرزو نړۍوال راډیو تلويزيون له فعاليتونو څخه څارنه وکړه. مولوي محمد الله ضرار وايي د خوښۍ ځای دی چې له مزارشريف ښار څخه يوه رسنۍ د تلويزيون او راډيو په برخو کې په نړۍواله کچه معياري نشرات ترسره کوي. ‏ښاغلي ضرار همداراز ډاډ ورکړ چې د رسنيو هر راز ستونزو ته به رسېدنه کوي او له رسنیو غواړي چې د ا.ا.ا د پاليسۍ سره سم خپل نشراتو ترسره کړي. بلخوا بيا د آرزو نړيوال راډیو تلويزيون مسئول مدير د یاد پلاوي له ورتګ مننه وکړه او د ا.ا.ا د پاليسۍ مطابق یې د نشراتو ډاډ ورکړ. ‎#بېدار_ورځپاڼه

Comments