بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
بېدار ورځپاڼه ( روزنامه بیدار)
February 25, 2025 at 05:19 PM
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين بلخ ولايت ته د خپل سفر پر مهال د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له مختلفو شعباتو څخه ليدنه وکړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او ورسره مل پلاوي د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له بېلابېلو شعباتو او د بلخ ملي تلويزيون او شريعت غږ راډيو څخه له نږدې ليدنه وکړه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي، په داسې حال کې چې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوی محمدالله ضرار يې ملتيا کوله د دغه رياست له مختلفو شعباتو، ملي تلويزيون او شريعت غږ راډيو د کړنو څخه څارنه ترسره کړه. په دغه ليدنه کې ښاغلي جمال د بلخ ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست او بلخ ملي تلويزيون د فعاليتونه او لاسته‌راوړنې د ستاينې وړ وبللې او زياته کړه چې اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه او ملي تلويزيون، د اطلاع رسونې، د ځوانانو مهارتونو او ظرفيتونو د لوړولو لپاره د ښوونيزو پروګرامو ترسره کول، سيلانيانو ته د ښه چاپيريال رامنځته کولو او د فرهنګ او ادب د بډاينې په برخه کې رغنده نقش لري او پکار ده چې د اړوندو برخو مسوولين ورته لازم اقدامات وکړي. ښاغلي جمال ډاډ ورکړ چې د بلخ ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست او ملي تلويزيون د لا پياوړتيا په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. په همدې حال کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د ګرځندوی، مالي او اداري د هر اړخيز ملاتړ څخه مننه وکړه او وويل چې په بلخ ولايت کې ټول شته کارکوونکي د اطلاعاتو او کلتور رياست او هم د ملي تلويزيون او شريعت غږ راډيو کارکونکي هڅه کوي ترڅو خپلو هېوادوالو ته ښه اطلاع رسونې او د کلتوري بډاينې په برخه کې موثرې برنامې ترسره کړئ. #بېدار ورځپاڼه

Comments