
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرونه
February 7, 2025 at 07:58 AM
ننګرهار د کرنې ریاست: کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ ددې ولایت په خوږیاڼو، حصارک، شېرزاد، پچیراګام او هسکې مېنې ولسوالیو کې ۶۸ بڼوالو ته پر ۷۵ جریبه ځمکه د چارمغزو ۶ زره نیالګي کېنولي. دغه بڼونه د مصنوعي ځنګلونو بیا رغونې، د چارمغزو د تولید زیاتوالي په پار جوړ شوي دي.