
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرونه
February 7, 2025 at 07:59 AM
د کندهار د کرنې ریاست: ددې ولایت په لوړ میوند ولسوالۍ کې د کوچنیو څارویو د چنجیو ناروغیو د مخنیوي د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا په موخه ۶ زره کوچنیو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین د اروپايي ټولنې په همکارۍ، د درېیو اونیو په موده کې تطبیق شو.