د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرونه
February 22, 2025 at 04:41 AM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري سرپل ولایت ته سفر وکړ. د سیمهییزو چارواکو سره یې د کرنې او مالدارۍ ستونزو، غصب شويو ځمکو او اوبو سرچینو مدیریت په اړه بحث وکړ. وزیر ټینګار وکړ، چې سیمهییزو ادارو او مشرانو همکاري کولی شي د کرنې خدماتو ښه والي لامل شي.