روند سبز افغانستان - رسا / Afghanistan Green Trend - AGT
روند سبز افغانستان - رسا / Afghanistan Green Trend - AGT
February 18, 2025 at 01:44 PM
‏د طالبانو د سرگردانۍ حخه خونده اخلو. د طالبانو د استخباراتو ریاست زموږ د همکارانو د تثبیت لپاره لاندې تدابیر نیولي دي. دا چې تاسو ته بهتره معلومه ده، په استخباراتي ادارو کې دښمن له لوري نفوذي جاسوسان شتون لري چې د دغو ادارو محرم اسنادونه افشا کوي. د استخباراتي ادارو د تخنیکي وسایلو خارجي آی ټي مسئولیت ستاسو د ادارې له مسئولیتونو څخه ګڼل کېږي. د ټولو ریاستونو د تکنالوژیکي وسایلو سرورونو د پلټنې لپاره تخنیکي ټیمونه ترتیب کړي ترڅو وکولی شي له ټولو وسایلو کره کتنه ترسره کړي. د ۰۹۶ امرین د شپې له خوا په ریاستونو کې پاتې کېږي او د کارمندانو کړنې او کردار تعقیبوي. په تخنیکي ډول یې د اطاق له ملګرو پوښتنه کوي چې آیا ستاسې دغه ملګری مجاهد دی او که نه؟ بې ځایه ګرځېدل، اطاعت نه کول، پټ موبایل استعمال، غیر حاضري، ناوخته ادارې ته راتګ، ډېر مصارف، نوي سټایلونه کول، د استخباراتي نومونو نه استفاده، د مشکوکیت نښې دي چې یو نفر په مشکوک ثابتېدای شي.

Comments