POHAWAI Media
POHAWAI Media
February 20, 2025 at 05:21 PM
د مینې او ښکلا په باب دومره بحثونه شوي چې نور یې د پېژندنې دنیا «له ډېره پیدایښته نا پدیده» ده، هغوی چې مینه پېژني او مینه یې کړې وې، ښکلا هم تعریفولی شي، خو هغوی چې ښکلا خوښوي او مینه یې نه وي کړې، نو ګرانه ده چې ښکلا دې تعریف کړي، ځکه خو د بحثونو د غورچاڼ لپاره یوه خبره ډېره مناسبه او ټولمنلې ده او هغه دا چې «مینه د ښکلا پر وړاندې زموږ غبرګون دی». شاعر چې د مینې او ښکلا تر ټولو مهذب استازی ګڼل کېږي، د دواړو ښه پېژندونکی او خپرونکی دی، بلکې کوښښ کوي چې دا تاثر د نورو خلکو تر زړونو او ذهنونو ولېږدوي او یوه داسې دنیا رامنځته کړي چې له بدرنګیو لرې په متقابل درناوي، عدم تشدد، ایثار او خدای پالنه ولاړه وي. د بشپړې لیکنې د لوستلو لپاره لینک کېکاږئ: 👇 https://pohawaimedia.com/?p=3865

Comments