قندانۍ
قندانۍ
February 24, 2025 at 02:47 PM
تسلیت او یاد! نن د پښتو او دری ادب د لوی څېړونکي استاد عبدالله بختاني خدمتګار اووم تلین دی، هغه ۱۳۹۶ل کال د کب په پنځمه د دوه نوي کلونو په عمر وفات شو. استاد بختانی په ۱۳۰۴ ل کال د ننګرهار د سره رود په بختاني کلي وزېږيد، له مروجه دیني علومو وروسته يې فارسي او عربي ادبیات ولوستل او د روسي ادبیاتو لپاره د مسکو لومونوسوف دولتي پوهنتون ته لاړ. استاد بختاني په پښتو ټولنه کې ۲۳ کاله او علومو اکاډمۍ کې ۱۴ کاله کار وکړ، استاد ګڼ علمي اثار په میراث پرېښودل. قندانۍ/Qndani فرهنګي کهول ته تسلیت وړاندې کوي او استاد ته د جنت فردوس غوښتونکي دي.
🌹 🫀 2

Comments