پوليس راډیو/Policeradio.af
پوليس راډیو/Policeradio.af
February 18, 2025 at 04:25 PM
*د هلمند ولايت ا.ق د مطبوعاتو مسؤل په ګرشک ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۶ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی* *د هلمند ولایت د پولیسو ویاند ملا عزت الله حقاني پوليس راډیو ته ویلي، چې ياده پېښه د ګرشک ولسوالۍ په پارچاو سیمه کې، یو عراده ویګو ډوله موټر د بغرا کانال ته لوېدلی، چې له امله یې ۲ تنه مړه او ۴ نور ټپیان دي* *حقاني زیاته کړې چې ټپيان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او له دې ډلې د ۳ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.*

Comments