پوليس راډیو/Policeradio.af
February 22, 2025 at 07:38 AM
*د کندهار ولایت وياند مولوي عزام وايي، ددې ولايت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ژیړۍ ولسوالۍ په نهرکاریز حسن زی کلي کې د (۵،۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.*
*نوموړی وايي دغه شبکه کې د (۲۰۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۳۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د (۴۶۰۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۲۰) سولري تختو او (۹۳) شیردهنونو نښلول شامل دي چې ۲۰۲ کورنۍ به د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.*
*#پولیس_راډیو*