پوليس راډیو/Policeradio.af
February 26, 2025 at 06:43 AM
*د افغانستان اسلامي امارت وياند ښاغلي مولوي ذبيح الله مجاهد پخپله ايکس پاڼه ويلي، چې امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د روزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره کتلي دي.*
*ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په دې کتنه کې د روزګان ولايت د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار د ياد ولایت د وضعیت د وړاندې کولو ترڅنګ؛ د علماؤ د فعالیتونو او د خلکو ستونزو په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.*
*د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په ياده کتنه کې بيا عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه اللّٰه د علماوو شورا هڅې ستایلي او ټینګار یې کړی، چې علما باید د خلکو د فکر په جوړولو او خلکو ته د دين په رسولو کې زياتې هڅې وکړي.*
*همدا راز په ياده کتنې اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه د ارزګان ولايت علماء مکلف کړي چې د خلکو د ستونزو د حلولو او د اختلافاتو په ختمولو کې پوره هڅې وکړي.*
*ياده دې وي چې د ددې کتنې په پای کې اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه روزګان کې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.*
*#پولیس_راډیو*