الحاج مولوی نورالدین اغا بیانونه
الحاج مولوی نورالدین اغا بیانونه
February 11, 2025 at 05:27 AM
خپل تقدیر څنګه بدل کړو؟ د برات یا پنځلسي شپه باندي د راتلونکي کال لپاره د انسان د مرګ نېټه، رزق او د انسان هرڅه ټاکل کیږي. اوس پوښتنه داده، که زموږ لپاره په تقدیر کي مرګ یا نېستي لیکلې وه، نو څنګه ئې بدل کړو؟ د برات شپه د کال په اوږدو کي له هغو شپو څخه ده، چي الله تعالی د ځمکي اسمان ته راکښته کیږي او اعلان کوي: -څوک سته، چي زما څخه بخښنه وغواړي؟ او زه ئې وبخښم -څوک سته، چي زما څخه د رزق غوښتنه وکړي؟ او رزق ورکړم -څوک سته، چي غم لري؟ او زه ئې غم لیري کړم د تقدیر بدلول الله د ټولو کایناتو مالک او څښتن دئ، زموږ تقدیر او د تقدیر بدلول هم د الله تعالی په اختیار کي دي. د الله څخه غوښتنه وکړئ، چي تقدیر مو بدل کړئ. دا شپه سږ کال د همدې هفتې پنجشنبه ده، نفل لمونځ ادا کړئ، سورة یاسین تلاوت کړئ او بیا د الله تعالی څخه دا دعا و غواړئ: -یا الهی! ته زموږ رب یې! زموږ تقدیر ستا په لاس کي دئ، زموږ تقدیر بدل کړې! -پروردګاره! زما نوم د مړو په لیست کي مه لیکه، زما په ژوند کي برکت واچوې او و اخرت ته د امادګی موقع راکړې، ترڅو عبادت وکړم. -زما ربه! نن زما د تېر کال اعمال و تاته وړاندي کیږي، زه پر خپلو ګناهونو شرمینده یم، و ماته بخښه وکړه. او نیک اعمال مي قبول کړه. -یا الله! نن د رزق د ټاکل کېدو شپه ده. ماته پراخ رزق راکړې، تر څو ستا د بنده ګانو د محتاجی او طمع څخه خلاص سم. -مهربان څښتنه! موږ د خلکو په وړاندي مه بې عزته کوه، او موږ ته پر ګناهونو توفیق مه راکوې. -یا الهی! زموږ دعاګاني قبولي کړې او موږ خپل دوستان جوړ کړې. #یادونه: پنجشنبه ماخستن ئې شپه ده، دعا وغواړی او جمعه سهار ئې ورځ ده، روژه ونیسئ؛ د همدې ورځي په سهار روژه نیول د رسول الله عادت وو #دوهمه_یادونه: دعا په داسي اخلاص وکړی، چي الله تعالی ئې خامخا قبلوي، مخ پر قبله په اوداسه کښېنئ، په سر او پای کي درود ووایاست او د الله څخه مو خپلي غوښتني وکړئ (مسلمانانو ورڼودانوروګرپانوته هم وليژی که تکليف نوی په ګروپانو کی ډيرمسلمانان وروڼه دی کيداسی هغه وروڼه يی ترنورومسلمانانو وروڼواوخوندوورسوی دابه موصدقه وی ان شاءالله
❤️ 8

Comments