حقیقت نیوز H News
حقیقت نیوز H News
February 26, 2025 at 09:39 AM
‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ارزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره وکتل  عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پرون سه شنبه د ارزګان ولایت د علماوو شورا او قومي مشرانو سره وکتل، غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه، ورپسي د ارزګان د علماوو د شورا رئیس مولوي عبدالغفار صاحب، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ته د ارزګان ولایت د وضعیت او په هغه ولایت کې د علماءکرامو د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندي کړل. نوموړي زیاته کړه، د علماوو شورا کوښښ کړی چې د ارزګان ولایت ټولو سیمو ته د شیخ صاحب حفظه الله تعالی فرامین، احکام او توصیې ورسوي. د علماو شورا رئیس د ارزګان ولایت د خلکو مشکلات هم شریک کړل. ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته وینا وکړه،  د ارزګان د علماوو د شورا فعالیتونه یې وستایل او زیاته یی کړه چې اوس د علماوو لپاره د خدمت ښه موقع برابره ده او علماء باید د خلکو د ذهنیت جوړولو او خلکو ته د دين رسولو په برخه کی زیات کوښښ وکړي، همدا راز یې زیاته کړه، علماء مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د ستونزو د حلولو او اختلافاتو د ختمولو پوره کوښښ وکړي او په اخیره کې امیرال
❤️ 👍 3

Comments