
ده ښایسته شیعروو ګروپ ته ښه راغلاست 🦋❤️❤️
February 20, 2025 at 07:55 AM
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په فلوریډا کې له خپلې مارالاګو ماڼۍ د ادعا او تورونو په لړ کې له روسیې سره د جګړې مسوول هم اوکرایین بللی دی. ټرمپ دا څرګندونې، چې ځینې برخې یې د اوکرایین جګړې په تړاو د روسیې لیدلوری منعکسوي، له هغې یوازې څو ساعته وروسته کړې، چې امریکایي چارواکو په ریاض کې د روسیې له پلاوي سره ولیدل او دا لیدنه د کیېف له نارضایتۍ سره مخامخ شوه. د بيبيسي د تصدیق څانګې دلته د ټرمپ لخوا د مطرح شویو ادعاوو حقیقت ارزولی دی.