ده ښایسته شیعروو ګروپ ته ښه راغلاست 🦋❤️❤️
ده ښایسته شیعروو ګروپ ته ښه راغلاست 🦋❤️❤️
February 20, 2025 at 07:55 AM
د افغانانو د تخلیې بهیر د یو بنسټ مشر، شان وېنډایور ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد بهیر د دایمي درولو لپاره پلان جوړ کړي. ښاغلي وېنډایور ویلي، که څه هم د امریکا نوې ادارې په لومړیو کې ویلي و چې د افغانانو د لېږد بهیر د لنډمهال او د ارزونې په موخه یې دروي خو د هغه په خبره داسې نه ده. شان وېنډایور ویلي، د دغې بهیر له درېدو سره به څه باندې ۲۰۰ زره هغه افغانان امریکا ته له سفر پاتې شي چې افغانستان، پاکستان او نورو درېیمو هېوادونو کې الوتنو ته په تمه دي. هغه زیاته کړې، که امریکا د افغانانو د لېږد په اړه خپلې ژمنې عملي نه کړي، دا به «د راتلونکو مرګونو جګړو او د امریکا د اعتبار له منځه تګ» سبب شي. #طلوع‌نیوز

Comments