عبدالرحیم راشد
عبدالرحیم راشد
February 13, 2025 at 04:42 AM
_ډېر_ژر، ان شاء الله تعالی دا د تکړه عرب لیکوال شیخ علي بن جابر الفیفي کتاب دی، د ټولني او وخت د غوښتني مطابق یې په نوې اسلوب باندي د نبوي حدیثونو څخه یې د ۵۰ ادبي او هنري ملغلرو ټولګه لیکلې ده. د احادیثو د نورو کتابونو په پرتله دا کتاب د ځوان قشر د اخلاقي، ادبي، فردي او ټولنیز ژوند اړوند په بېلا-بېلو حدیثونو مشتمل دی، چي یواځي د حدیث په ژباړه او تشرېح بسنه نه ده سوې، بلکي د هري نبوي ملغلري سره لاندي ځانګړتیاوي اضافه سوي دي: ۱-لنډ صحیح نبوي ارشاد؛ ۲-ژباړه؛ ۳-د حدیث تخریج؛ ۴-راویانو حالات؛ ۵-له حدیث څخه زده کړه؛ ۶-د حدیث ګټي؛ ۷-او ژوند کي یې د عملي کولو وړاندیز.
❤️ 👍 20

Comments