عبدالرحیم راشد
عبدالرحیم راشد
February 28, 2025 at 07:59 AM
د میاشتې د لیدو د مرکزي کمېټې د رهبرۍ محترم مقام د هدایت په اساس نن د جمعې ورځ، مؤرخ ۲۹/شعبان المعظم/۱۴۴۶هـ ق مصادف ۱۰/حوت/۱۴۰۳هـ ش مازدیګر لمانځه وروسته دې د ولایتونو او ولسوالیو په سطحه د یادو کمېټو مسؤولین او مؤظف کسان د ۱۴۴۶هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې د لیدلو لپاره په داسې مشخصو ځایونو کې چې د میاشتې د لیدو امکان په کې ډېر وي حضور ولري او د میاشتې د لیدلو لپاره دې په هره ممکنه طریقه چې وي په ډېر دقت تلاش وکړي.
❤️ 13

Comments