رادیو تلویزیون ملی فاریاب 3
February 25, 2025 at 04:37 AM
د عبدالله بن مسعود "رض" د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ څخه ۲۳۶ تنه منسوبین فارغ شول
ملي دفاع وزارت وایي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود "رض" د جګړهییزو ګډو زدهکړو قومندانۍ له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه فارغ شول.
فارغانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زدهکړو پرمت به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کوي.
#مليتلویزیون