
رادیو تلویزیون ملی فاریاب 3
February 25, 2025 at 04:38 AM
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو او توپان له امله د تېرې شپې ۲ بجو راهیسې د هر ډول موټرو تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د ښاغلي حقشناس په وینا؛ د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره دغه لویه لار بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
#مليتلویزیون