رادیو تلویزیون ملی فاریاب 3
رادیو تلویزیون ملی فاریاب 3
February 25, 2025 at 04:39 AM
د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، چې د دې ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشت ریاست له لوري د قطر د هلال احمر په مالي ملاتړ د ۶ میلیونه ۳۹۰ زره افغانیو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد دفتر د خبرپاڼې له‌مخې د دې مرکز په جوړېدو سره د ډنډ ولسوالۍ شاوخوا ۳۵زره اوسېدونکو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړ. #ملي‌تلویزیون

Comments