
رادیو تلویزیون ملی فاریاب 3
February 27, 2025 at 04:45 AM
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري د اوبو نړیوال کنفرانس د داخلي او بهرنیو استادانو لخوا د مقالو او طرحو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د یاد کنفرانس د پای په مراسمو کې ژمنه وکړه چې په دې کنفرانس کې وړاندې شوې مقالې او طرحې به له سکتوري ادارو سره شریکوي او عملي کول به یې څاري.
نوموړي له بهرنیو استادانو غوښتي چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ښاغلي ندیم په وینا؛ لوړو زدهکړو وزارت د تحصیلي بنسټونو لابراتوارونو لپاره په روان کال کې د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وسایل پېرلي او علمي څېړنو ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې د دې کنفرانس په درېیو ورځو کې د اوبو اړوند ۱۳۵ مقالې، چې ۳۵ یې د بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا وې، په انلاین او حضوري بڼه وړاندې شوې.
#مليتلویزیون