د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
February 2, 2025 at 10:29 AM
بلخ کې د ۷ کلنې دښمنۍ ترڅنګ يوه بله شخړه هم هواره شوه يکشنبه ۱۴۴۶/۸/۳ د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۷ کلنه شخړه د يوې غونډې په ترڅ کې داسې مهال هواره شوه، چې پکې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري، قومي مشرانو او ديني عالمانو ونډه لرله. دغه شخړه چې د ښکېلو لوريو لخوا د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او ترمنځ يې د ژورو جنجالونو او اختلافاتو ترڅنګ ګڼ مالي زيانونه لرل وروسته د ۷ کلونو د اسلامي امارت د مشرانو په هلو ځلو حل او دواړه خواوې د سولۍ په ټغر سره کېناستې. په ورته مهال د همدې ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې هم دوې مرورې کورنۍ د خپلمنځي تاوتریخوالي او ژورو جنجالونو ورسته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او مصلحينو په هلوځلو پخلا شوې، چې لومړی د دواړو کورنيو له مشرانو سره جلاجلا ناستې وشوې، اختيارليکونه ترې واخیستل شول او د يوې عادلانه پريکړې له مخې يې سوله ييز ژوند پيل کړ. د يادو ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت له مسؤلينو په مننې کولو سره ژمنه وکړه، چې تر دې وروسته به له يو بل سره هیڅ جنجالونه نه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به سره کوي.
❤️ 2

Comments