د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
February 6, 2025 at 11:39 AM
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د فراه ولایت له قومي مخورو سره وکتل پنجشنبه ۷ شعبان ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن د فراه ولایت مرکز او د یاد ولایت دټولو ولسوالیو له استازو سره په داسې حال کې وکتل چې پر مهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج مولوي تاج الدین منصور هم شتون درلود. قومي مخورو د خبرو په جریان کې وویل: دا زموږ په ژوند کې هغه ورځې دي چې خوښي پکې وینو او د یوه خپلواک او آرام ژوند خاوندان یو، دوی زیاته کړه چې په فراه ولایت کې قومي تبعیض او خپلمنځي ستونزې نشته او د قومونو تر منځ ډېری خپلمنځي شخړې پای ته رسېدلې دي، قومي سپین ږیرو د فراه ولایت خلک د روغتیا، د اوبو د کمښت، بندونو نه شتون، برق او سرکونو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وبلل او له ښاغلي نوري صاحب څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې حکومت کوټلي ګامونه واخلي. د ناستې په پای کې ښاغلي نوري صاحب په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان خلکو د ا.ا.ا د قیام لپاره قربانۍ ورکړې دي، دا حکومت خپل مسؤلیت ګڼي چې د افغانستان ولسونو ته په هره برخه کې امکانات برابر کړي او ستونزې یې حل کړي، نوموړي د فراه ولایت قومي مخورو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه به یې له اړوندو ادارو سره له نژدې شریکوي.
❤️ 1

Comments