د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
February 12, 2025 at 03:40 PM
د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له مل پلاوي سره کنړ ولایت ته سفر وکړ چهارشنبه ۱۳ شعبان ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي او مل پلاوي کنړ ولایت ته د سفر پر مهال د کنړ ولایت له والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه سره وکتل. په دغه کتنه کې ښاغلي غزنوي د یاد ولایت له والي ابوحمزه سره په دې ولایت کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسونو ته د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د اسانتیاوو د برابرولو په هکله خبرې وکړې. ښاغلي غزنوي د کنړ له والي وغوښتل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله ددې حکم د ښه تطبیق، شفافیت او خلکو ته د حق رسولو په برخه کې دې له دوی سره نوره همکاري وکړي، چې د یاد ولایت د والي ښاغلي ابو حمزه لخوا پوره ډاډ ورکول شو.

Comments