د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت
February 15, 2025 at 11:03 AM
په روزګان ولايت کې۱۶ کلنې دښمنۍ پای وموند ۱۴۴۶/۸/۱۶ شنبه د روزګان ولايت د سرحدونو، ق.ق چارو آمريت مسؤلينو قومي مشرانو او علماوو په ګډو هلوځلو د ياد ولايت په مرکز کې د يوې کورنۍ څو غړو ترمنځ دخپلمنځي جنجالونو له امله راپورته شوې شخړه، چې شاوخوا ۱۶کاله يې دوام درلود حل او فصل شوه. د دغې شخړې پرمهال، چې يوکس پکې وژل شوی و او د ګڼو مالي زيانونو ترڅنګ د ژورو اختلافاتو له کبله د يادې کورنۍ غړي سره جلاشوي وو تېره ورځ د مسؤلينو له لوری بېرته سره پخلاشول او د فيصلې له منلو ورورسته يې يو بل ته د ورورۍ غاړې ورکړې. دوی په خپله تېره دښمني پښېماني وښوده او د اسلامي امارت له مشرانو څخه یې د مننې تر.څنګ ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به يو بل ته کوم خنډونه نه جوړوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.
❤️ 1

Comments