الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 17, 2025 at 09:44 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹 🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹 🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷        🌼(609ﺻـﻔـﺤـﻪ)🌼     🌹[سُوۡرَةُ قریش]🌹   سورة الماعون / سورة الکوثر ﺃَﻋُـﻮْﺫُباللهِ ﻣِـــﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِـﻴْـﻢِ بــســـم الله الــرحــمــن الــرحـیـم لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ(١) ژباړه⬇️ له دې امله چي قريش (یو له بل سره) مينه ناك شول؛ إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ(٢) ژباړه⬇️ (يعني) د ژمني او اوړني مسافرت سره مينه ناك؛ فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ(٣) ژباړه⬇️ نو هغو ته ښايي چي د دې كور (کعبې) د رب عبادت وکړي؛ الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ(٤) ژباړه⬇️ د هغه ذات چي هغوی یې له لوږي وژغورل، خواړه یې ورکړل او له وېري یې وژغورل، امنيت یې ور په برخه کړ. ----‐------------------------------------------------ بسم الله الرحمن الرحیم أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ(١) ژباړه⬇️ ايا تا هغه څوك وليدی چي د اخرت جزا او سزا ته درواغ وايي؟ فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ(٢) ژباړه⬇️ نو دا هماغه څوك دى چي يتيم په سپکاوي سره شړي؛ وَلَا يَحُضُّ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ(٣) ژباړه⬇️ او د مسكين د ډوډۍ په ورکړه هڅونه نه كوي. فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ(٤) ژباړه⬇️ بيا د هغو لمونځ كوونكو لپاره تباهى ده، الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ(٥) ژباړه⬇️ چي له خپل لمانځه څخه په غفلت كښي لويدلي دي، الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ(٦) ژباړه⬇️ هغه كسان چي ريا كاري كوي، وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ(٧) ژباړه⬇️ او (خلكو ته) د عادي اړتیا وړ شيانو له ورکړي څخه ډډه كوي. ----------------------------------------------------- بسم الله الرحمن الرحیم إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ(١) ژباړه⬇️ [اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)!] بېشكه موږ تا ته كوثر درکړی دى. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ(٢) ژباړه⬇️ نو ته د خپل هماغه رب لپاره لمونځ اداء کړه او قرباني وکړه. إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ(٣) ژباړه⬇️ ستا هماغه دُښمن په خپله بې سټي دى (د هر خیر څخه پرې کړل شوی دی) . سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك. نور بيا........ إن شاء الله نوټ⬇️ تر نورو  رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ جـزاکـم الله خـیـرا . . .

Comments