الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 17, 2025 at 02:15 PM
*په لمانځه کي د سلام ګرځولو سنت طریقه دا ده، چې ښي لوري ته د سلام ګرځولو پر مهال مخ پوره د ښۍ اوږې لوري ته وګرځول شي، او د دویم سلام ګرځولو پر مهال مخ د کیڼي اوږې لوري ته پوره وګرځول شي.* *ابن ماجه، نسائي او ابو داود کي له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله ﷺ چې به کله په لمانځه کي ښي او کیڼ اړخ ته سلام ګرځاوه، موږ به د شا لخوا د رسول الله ﷺ د اننګو (باړخوګانو) سپینوالی لیدی.* *څه بختور خلک وو دا صحابه رضي الله عنهم، دا به څنګه په زړه پورې، سپېڅلی او ښکلی حالت او کیفیت و، چې رسول الله ﷺ یې په ژوندۍ بڼه لیدی، زه چې ان کله دغه صحنه په خیال کې انځور کړم، لا مي په زړه کې یو ډول خوشالي او نا اشنا کیفیت پیدا شي.* *صل الله علیه وسلم🫀*
❤️ 1

Comments