الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 17, 2025 at 02:55 PM
*کله چې تاسو خپل زوی یا لور ته یو داسې ټیلیفون ورکړئ چې انټرنیټ هم ورته وصل وي نو.* *🔹 په انټرنیټ کې هر څه شته.* *🔸 منحرفي عقیدې او الحادي نظریات.* *🔹 غیر اخلاقي اعمال او تخریب کونکي دعوتونه.* *🔸 بد چلندونه، فحش صحنې او بې حیایي.* *🔹 فجور، انحراف، او بربنډتوب.* *🔸 بد خلک، درغلونکي او فریب ورکوونکي.* *🔹 او د عزتونو غله.* *بیا وروسته تاسو هیله لرئ چې هغوی دي نېک، د خپلو والدینو خدمتګار او د خپلوانو سره اړیکې پالونکي پاته سي؟* *دا داسې دی لکه یو څوک چې ماشوم په تړلو لاسونو سمندر ته وغورځوي او ورته وايي:* *احتیاط کوه چې لوند نه سې!* *هغه څوک چې اغزي کري، هېڅکله به انګور ورڅخه راټول نه کړي.* *او څوک چې خپل اولادونه په دې هلاک ځایونو کې غورځوي، نو که یې اخلاق خراب سي، فطرت یې ناولی سي، غیرت یې ختم سي، او همت یې مات سي، نو پرې مه ژاړه.* *ځکه چې هر هغه څه چې تاسو یې له خپلو اولادونو او لوڼو لپاره نه غواړئ، په دې ځای کې دا هر څه شتون ورته لري، ښودل کېږي او ټول په اسانه لاسرسۍ ورته لري.* *نو څنګه اجازه ورکوئ چې هغوی په دې مبهم او خطرناک نړۍ کې په ساعتونو بې څارنه داخل سي؟* *ګرانو پلرونو او میندو!* *انټرنیټ لکه، یو "جال" او جال د ښکار لپاره کارول کېږي.* *نو خپل ماشومان او د زړه ټوټې په دې جالونو کې مه اچوئ. ساتنه يې وکړئ، ځکه هغوی ستاسو امانت دي...!*

Comments