الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 18, 2025 at 04:18 AM
زړه څه وخت روغ پاته کېدای سي؟ امام ابن العربي رحمه الله ویلي: هغه زړه سالم (روغ) نه‌ سي پاته کېدای په کوم زړه کي چي کينه، حسد، بغض، ځان‌خوښي او تکبر موجود وي. ځکه رسول الله ﷺ د کامل ايمان لپاره دا شرط ايښی، چي مسلمان بايد د خپل بل مسلمان ورور لپاره هغه څه خوښ کړي، چي د خپل ځان لپاره يې خوښوي. (أحكام القرآن ج٣ ص٤٥٩). مفتي حکيم الله صابر .

Comments