الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 19, 2025 at 09:51 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹 🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹 🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷        🌼(1ﺻـﻔـﺤـﻪ)🌼 🌹[سُوۡرَةُ الفاتحة]🌹 د ١ آیة نه بیا تر ٦ آیة پوري ﺃَﻋُـﻮْﺫُباللهِ ﻣِـــﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِـﻴْـﻢِ بــســـم الله الــرحــمــن الــرحـیـم بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د الله په نوم چي ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی. ( د ((الفاتحة )) سورة مکي دی، د ( المدثر )) له سورة نه وروسته نازل شوى دى ، په تلاوة كي (۱) او په نزول كي (۵) سورة دى (۱) ركوع لري .) الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ(١) ژباړه⬇️ ټوله ثنا او ستاینه یواځي الله لره ده، چي د ټولو کائیناتو پالونکی دی. الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ(٢) ژباړه⬇️ ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی. مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ(٣) ژباړه⬇️ د جزا د ورځي مالک دی. إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ(٤) ژباړه⬇️ موږ همدا ستا عبادت کوو او هم دا ستا څخه مرسته غواړو. اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ(٥) ژباړه⬇️ موږ ته سمه لاره وښیه؛ صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ(٦) ژباړه⬇️ د هغو کسانو لار چي تا پرې پېرزوېنه کړېده، چي غوسه پرې نه ده شوې او بې لاري شوي نه دي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ *الف، لام، ميم.(١)* *ددې په مطلب صرف الله پوهیږي.* *د (( البقرة )) سورة مدني دى، پرته د (۲۸۱) آيت نه چې دحجة الوداع په كال په منى كې نازل شوى دى .دوه سوه شپږ اتيا (۲۸۶) آيتونه لري اوڅلويښت (۴۰) ركوع لري.* *د المطففين ) له سورة څخه وروسته نازل شوى دى، په تلاوت كي (۲) او په نزول كي (۸۷) سورة دى.* *ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ(٢)* *ژباړه⬇️* *دا (د الله) کتاب دی، په ده کي هیڅ شک نسته، د پرهیزګارانو لپاره لار ښوونکی دی.* *الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ(٣)* *ژباړه⬇️* *د هغو لپاره چي پر نالیدلو ایمان راوړي، لمونځ قایموي او کومه روزي چي مو ور کړې ده، د هغې څخه یې (د الله د رضاء لپاره) لګوي.* *وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ(٤)* *ژباړه⬇️* *او هغه کسان چي پر هغه کتاب (قُرآن) ایمان لري چي پر تا باندي نازل کړه شوی دی او کوم کتابونه چي ستا څخه مخکي نازل کړه شوي ول، پر هغو ټولو ایمان راوړي او پر اخیرت باور لري.* ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ(٥) ژباړه⬇️ داسي خلک د خپل رب له لوري پر سمه لار دي او هم هغوی بري موندونکي دي. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنْذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ(٦) ژباړه⬇️ کومو کسانو چي د حق د منلو څخه انکار وکړ، هغوی ته یو شان دي؛ که ته هغوی وه وېروې او یا یې ونه وېروې، هیڅ کله منونکي نه دي. خَتَمَ اللَّهُ عَلَى قُلُوبِهِمْ وَعَلَى سَمْعِهِمْ وَعَلَى أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ(٧) ژباړه⬇️ الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی. وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ(٨) ژباړه⬇️ ځني خلک داسي هم سته چي وايي: "موږ پر الله او د اخیرت پر ورځ ایمان را وړی دی." - خو په حقیقت کي هغوی مؤمنان نه دي. يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ(٩) ژباړه⬇️ هغوی له الله او مؤمنانو سره ټګي کوي، خو په اصل کښي په خپله خپل ځانونه غولوي او له هغو سره ددې شعور نسته. فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ(١٠) ژباړه⬇️ د هغوی په زړونو کښي يوه ناروغي ده، چې الله هغه لا نوره پسي زياته كړه، او كوم درواغ چي هغوى وايي، د هغه په بدله كي د هغو له پاره دردوونكى عذاب دى. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ(١١) ژباړه⬇️ كله چي هغوی ته وويل شول: "په ځمكه كښي فساد مكوئ!" - نو هغوى همدا وويل: "موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو. أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ(١٢) ژباړه⬇️ پام ولرئ! په حقيقت كي همدوى فساد كوونكي دي، خو شعور ورسره نسته. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ(١٣) ژباړه⬇️ او كله چي هغوی ته وويل شول: "څنګه چي نورو خلكو ايمان راوړی دی، هماغسي تاسي هم ايمان راوړئ!" - نو هغوى ځواب وركړ چي: "ايا موږ د كم عقلانو (ناپوهانو) غوندي ايمان راوړو؟" - پام ولرئ! په حقيقت كي همدوی په خپله كم عقلان دي، خو دوی نه پوهيږي. وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَى شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ(١٤) ژباړه⬇️ كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "موږ ايمان راوړی دى." - او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "په اصل كښي خو موږ له تاسي سره يوو او په دې خلكو ملنډي وهوو. اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ(١٥) ژباړه⬇️ الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَتْ تِجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ(١٦) ژباړه⬇️ دا هغه كسان دي چي د هدايت په بدل كښي يې گمراهي اخیستې ده، خو دا تجارت د دوی لپاره ګټور نه دى او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي. مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَا يُبْصِرُونَ(١٧) ژباړه⬇️ د دوى (منافقانو) مثال داسي دى لكه يو څوك چي اور بل كړي او چي كله هغه (اور) ټوله شاوخوا رڼا كړي، نو الله د دوى د سترګو بينايي ورڅخه واخلي او دوى په داسي حال كښي پرېږدي چي په ترږمیو كښي هيڅ نه ویني. صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ(١٨) ژباړه⬇️ دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ نو دوى اوس نه راګرځي. أَوْ كَصَيِّبٍ مِنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ مِنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ(١٩) ژباړه⬇️ يا د دوى مثال داسي وګڼئ چي له اسمان نه شړكنده باران اوري او له هغه سره توري تيارې، كړسهار او برېښنا هم ده، دوى د برېښنا د كړسهار په اورېدلو د مرګ له وېري په غوږونو كي ګوتي ږدي، او الله دا د حق منكران له هري خوا را ايسار كړيدي. يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُمْ مَشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(٢٠) ژباړه⬇️ له برېښنا څخه پر دوى داسي حالت راځي چي ګواکي اوس به برېښنا د دوى د سترګو نظر والوزوي، كله چي يې يو څه رڼا تر سترګو کیږي، نو په هغې کي لږ وړاندي ځي او كله چي ترږمې پرې خوريږي، نو ټپ دريږي. كه د الله خوښه واى، نو له دوی څخه به يې د اورېدو او ليدو قدرت بيخي سلب كړى واى. په باوري توګه الله پر هر څه برلاسی دى. يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(٢١) ژباړه⬇️ اې خلكو! د خپل هغه رب بندګي غوره كړئ چي ستاسو او ستاسي څخه د مخكينیو تېرو شوېو خلكو ټولو هستوونكى دى؛ ښايي چي تاسي له عذابه ځانونه وژغورئ. الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْدَادًا وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ(٢٢) ژباړه⬇️ هماغه ذات دى چي ستاسي له پاره يې ځمكه فرش وغوړوله، اسمان يې چت جوړ كړ، له پاسه يې اوبه راوه اورولې او په هغو سره يې هر ډول حاصلات راوايستل؛ تاسي ته يې روزي ورسوله. نو كله چي تاسي په دې پوهېږئ، نو نور د الله سيالان مه انګېرئ. وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(٢٣) ژباړه⬇️ او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ، او له الله پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ، كه تاسي رښتيني ياست. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا وَلَنْ تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ(٢٤) ژباړه⬇️ خو كه تاسي دا كار ونه كړ او يقيني ده چي هيڅ کله به يې ونه شئ كړاى، نو له هغه اور څخه ووېریږئ چي خس خاشاك به يې انسانان او كاڼي وي، چي د حق د منكرانو له پاره تيار كړاى شوی دى. وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِنْ ثَمَرَةٍ رِزْقًا قَالُوا هَذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِنْ قَبْلُ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(٢٥) ژباړه⬇️ او[اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)] كومو خلكو چي پر دې كتاب ايمان راوړ او (له هغه سره سم) خپل عملونه يې اصلاح كړل؛ هغو ته زېرى وركړه چي د هغو لپاره داسي باغونه دي، چي ترې لاندي به ويالې بهیږي. د هغو باغونو مېوې به په شكل كښي د دنيا مېوو ته ورته وي، كله چي كومه مېوه د خوراك لپاره هغو ته وركړل شي، نو هغوى به ووايي: "همدغسي مېوه له دې څخه مخكي په دنيا كښي موږ ته راكړه شوې وه!" د هغو لپاره به هلته ډیري سپېڅلي ښځي وي او هلته به د تل لپاره اوسيږي. إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا مَا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَذَا مَثَلًا يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ(٢٦) ژباړه⬇️ هو، الله له دې څخه هيڅ کله شرم نه كوي چي د غوماشي يا له دې څخه هم د كوم زيات حقير شي مثال راوړي، كوم خلك چي د حقي خبري منونكي دي، هغوى د دې مثال په ليدو پوهیږي چي دا حق دى، چي د هغو د رب له خوا راغلى دى. او څوك چي كافران دي، نو هغوى د دې مثال په اورېدو وايي: "په داسي مثال راوړلو سره د الله څه اراده ده؟" - په دې رقم الله په همدې يوه خبره ډېر خلك په ګمراهۍ كښي اخته كوي او ډېرو ته سمه لار ښيي، او په ګمراهۍ كښي هغه كسان اخته كوي چي فاسقان دي. الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ(٢٧) ژباړه⬇️ هغه خلك چي د الله عهد له ټینګ تړون څخه وروسته ماتوي؛ او الله چي د كوم شي د پيوندولو امر كړيدى، هغه غوڅوي او په ځمكه كښي فساد خوروي، په حقيقت كښي همدا خلك زيانكاران دي. كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنْتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ(٢٨) ژباړه⬇️ تاسي څنګه له الله سره د كفر چلن غوره كوئ، په داسي حال كښي چي تاسي بې روحه واست، هغه تاسي ته ژوند دركړ، بيا هماغه ستاسي ساه اخلي، بيا هماغه دوهم ځل تاسي ژوندي كوي، بيا د هماغه لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي. هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(٢٩) ژباړه⬇️ هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره يې د ځمکي ټول شيان پيدا كړل، بيا يې د اسمان خوا ته توجه وكړه، اووه اسمانونه يې برابر كړل او هغه د هر څه پوهه لري. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ(٣٨) ژباړه⬇️ موږ وويل: "تاسي ټول له دې ځايه كوز شئ، بيا چي تاسي ته زما له خوا كوم هدايت ورسيږي، نو څوك چي زما د هدايت پېروي وكړي؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي؛ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(٣٩) ژباړه⬇️ او څوك چي د هدايت له منلو څخه انكار وكړي او زموږ ايتونه درواغ وانګېري، هغوى دوزخ ته ورتلونكي دي، هلته به تل اوسيږي." يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ(٤٠) ژباړه⬇️ اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت در ياد كړئ چي درباندي لورولى مي ؤ؛ زما سره چي ستاسي كوم تړون ؤ، هغه تاسي سرته ورسوئ؛ زما چي ستاسي سره كوم تړون ؤ، هغه به زه تر سره كړم. او يوازي زما څخه ووېرېږئ!. وَآمِنُوا بِمَا أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ(٤١) ژباړه⬇️ او ما چي كوم كتاب لېږلى دى پر هغه ايمان راوړئ، دا د هغه كتاب تاييدوونكى دى چي ستاسي سره له پخوا موجود ؤ، له دې امله تر ټولو د مخه تاسي انكار مه ځني كوئ. په لږ بیه زما ايتونه مه خرڅوئ او زما له غضب څخه ځان وساتئ!. وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ(٤٢) ژباړه⬇️ او باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ؛ او له پوهېدو سره سره د حق پټولو هڅه مه كوئ!. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ(٤٣) ژباړه⬇️ او لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ او كوم خلك چي ما ته سر ټیټوي، تاسي هم له هغو سره ټيټ شی. أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنْسَوْنَ أَنْفُسَكُمْ وَأَنْتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ أَفَلَا تَعْقِلُونَ(٤٤) ژباړه⬇️ تاسي خو نورو ته د ښې لاري غوره كولو لپاره واياست، مګر خپل ځان هېروئ؟ - په داسي حال كښي چي تاسي كتاب لولئ، ايا تاسي له پوهي څخه هيڅ كار نه اخلئ؟ وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ(٤٥) ژباړه⬇️ په صبر او لمانځه د الله مرسته وغواړئ. په دې كښي شك نسته چي لمونځ يو ډېر سخت كار دى، خو امر منونكو (عاجزي کوونکو) بندګانو ته سخت نه دى؛ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ(٤٦) ژباړه⬇️ هغه کسانو (ته سخت نه دی) چي په دې يې باور دى چي په پاى كښي له خپل رب سره يو ځاى كېدونكي او د هماغه لوري ته ورګرځېدونکي دي. يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ(٤٧) ژباړه⬇️ اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت درياد كړئ چي درباندي پېرزو كړى مي ؤ او دا چي د نړۍ پر ټولو اُمتونو مي تاسي ته فضيلت دركړى ؤ. وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ(٤٨) ژباړه⬇️ او له هغي ورځي ووېرېږئ چي هلته به هيڅوک هيچا ته يوه ذره په درد ونه خوري: نه به د هيچا سپارښتنه ومنله شي، نه به هيڅوك د فديې په بدل كښي پرېښودل شي او نه به له ګناهګارانو سره له كوم لوري مرسته وكړاى شي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ(٤٩) ژباړه⬇️ او هغه وخت (ياد كړئ) چي موږ تاسي ته د فرعون له غلامۍ څخه نجات دركړ، هغو تاسي په سخت عذاب کښي اخته كړي واست، ستاسي زامن يې حلالول او ستاسي لوڼي يې ژوندۍ ساتلې، او په دې حالت كښي ستاسي د رب له لوري پر تاسي لوى ازمېښت وو. وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ(٥٠) ژباړه⬇️ او هغه وخت (ياد کړئ) چي موږ د سمندر په څیرولو ستاسي لپاره لاره جوړه كړه، بيا مو له هغه څخه تاسي روغ رمټ پوري ايستلاست، بيا مو په هغه كښي ستاسي تر نظر لاندي فرعونيان غرق كړل. وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ(٥١) ژباړه⬇️ او هغه وخت (ياد کړئ) چي كله موږ موسى (علیه السلام) د څلوېښتو شپو او ورځو په ژمنه راوغوښت، نو تاسي د هغه په شا پسي خوسكى(ګیلګی) په خدايۍ ونيوی. په هغه وخت كښي تاسي له حده ډېر زيات تېرى كړى وو؛ ثُمَّ عَفَوْنَا عَنْكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ(٥٢) ژباړه⬇️ خو د هغه له پاسه هم موږ تاسي ته عفوه وكړه، چي ښايي اوس شكر كوونكي اوسئ. وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ(٥٣) ژباړه⬇️ دغه رنګه هغه وخت (ياد کړئ) چي موږ موسى (علیه السلام) ته كتاب او فرقان وركړ چي تاسي سمه لاره ومومئ. وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(٥٤) ژباړه⬇️ او (ياد کړئ) كله چي موسى (له دې نعمت سره درستون شو؛ نو) خپل قوم ته یې وويل: "اې خلكو، تاسي په خدایۍ سره د خوسكي(ګیلګي) په نيولو پر خپل ځان سخت ظلم كړيدى، نو تاسي د خپل خالق په وړاندي توبه وباسئ او په خپلو كښي سره ووژنئ. په همدې كار کښي ستاسي د خالق په وړاندي ستاسي ښه توب دى." - په هغه وخت كښي ستاسي خالق توبه درڅخه قبوله كړه. هغه ښه توبه قبلوونكى او د رحمت څښتن دى. وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ(٥٥) ژباړه⬇️ او هغه وخت چي كله تاسي موسى (علیه السلام) ته ويلي ول: "موږ به ستا په خوله تر هغه باور ونه كړو، تر څو چي په خپلو سترګو په څرګنده توګه الله (له تا سره په خبرو كولو) ونه وينو." - هغه وخت تاسي په ړنو سترګو كتل چي يوه قوي تندر (اور) درته راغلی، تاسي بې روحه غورځېدلي واست، ثُمَّ بَعَثْنَاكُمْ مِنْ بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ(٥٦) ژباړه⬇️ بيا موږ له مړیني وروسته تاسي ژوندي راپاڅولاست، په كار ده چي له دې ښېګني وروسته شكر وباسئ. وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ(٥٧) ژباړه⬇️ موږ وريځ پر تاسي سېورى كړه، د من او سلوى خواړه مو درته برابر كړل او درته و مي ويل: "كوم پاك شيان چي موږ تاسي ته روزي كړيدي، هغه خورئ." - خو ستاسي پخوانېو چي څه وكړل، هغه پر موږ ظلم نه وو؛ بلكي هغو خپله پر خپل ځان ظلم وكړ. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ(٥٨) ژباړه⬇️ او (ياد کړئ) كله چي موږ ويلي ول: "دې كلي ته چي ستاسي په مخکښي دى ننوځئ، د هغه حاصلات چي څنګه مو زړه غواړي هغسي يې په خوند وخورئ، مګر د كلي په دروازه کښي د سجدې په حال کښي ننوځئ؛ او وواياست: اې ربه! زموږ ګناهوي راوبخښه. موږ ستاسي خطاګاني دربخښو." او پر نېكانو باندي به لا زيات فضل او مهرباني پېرزو کړو. فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ(٥٩) ژباړه⬇️ خو كومه خبره چي ويل شوې وه، ظالمانو هغه بدله کړه، نور څه یې وکړل؛ په پاى کښي موږ پر ظلم كوونكو له اسمانه عذاب نازل کړ، ځکه چي هغوی سر غړونکي ول. وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِعَصَاكَ الْحَجَرَ فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَشْرَبَهُمْ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِنْ رِزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ(٦٠) ژباړه⬇️ هغه وخت در ياد کړئ چي كله موسى (علیه السلام) د خپل قوم له پاره اوبه وغوښتلې، نو موږ وويل چي پر فلانۍ تيږه په خپله همسا ګوزار وکړه – چي بيا له هغې څخه دولس چينې وخوټېدې؛ بېشکه هره قبيله وپوهېده چي له كومه ځايه خپلې اوبه واخلي. (په هغه کښي دا لارښودنه شوې وه چي) د الله له لوري درکړاى شوې روزي وخورئ، وڅښئ او په ځمكه کښي ورانى مه كوئ. وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ(٦١) ژباړه⬇️ هغه وخت در ياد کړئ چي تاسي ويلي ول: "اې موسى! موږ په همدا يو ډول خوړو صبر نه شو كولاى، له خپل رب څخه دې وغواړه چي موږ ته د ځمكي حاصلات، بادرنګ، غنم، پياز او .....پيدا کړي!" - نو موسى (علیه السلام) وويل: " ايا د يو غوره شي پر ځاى تاسي د كم ارزښته شيانو اخيستل غواړئ؟ - ښه نو كوم ښار ته ولاړ شئ، څه چي غواړئ هلته به یې ومومئ!" - په پاى کښي خبره دې ته ورسېده چي ذلت او خواري، بيوزلي او بده ورځ ور باندي راغله او د الله په قهر اخته شول. دا یې نتيجه وه چي هغو د الله د ايتونو څخه انكار شروع کړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژلو یې لاس پورې کړ. دا يي نتيجه شوله: د هغو د نافرمانېو او ددې خبرې چي هغوى د شريعت له پولو څخه پرله پسې پښې اړولې. سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك. نور بيا........ إن شاء الله نوټ⬇️ تر نورو  رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ . . .

Comments