الذي علم بالقلم
February 19, 2025 at 01:04 PM
.*ورځنی حديث شريف 150*
*رسول الله ﷺ وفرمایل الله ج فرمايي*
*ای د آدم زویه! تر څو چې ته ما وبولې او زما نه امید ولرې، زه به تا وبخښم، زه پروا نه لرم. ای د آدم زویه! که ستا ګناهونه د اسمان تر لوړې کچې ورسېږي، بیا هم که زما نه بخښه وغواړې، زه به تا وبخښم. ای د آدم زویه! که ته زما سره ملاقات وکړې، داسې حال کې چې ما ته دې هیڅوک نه وي شریک کړی، نو زه به تا ته د ځمکې په اندازه بخښه وکړم.*
*(رواه الترمذي: 3540)*
*نوټ روژه مبارکه د توبې لپاره یو غوره فرصت دی. انسان باید خپل عیبونه پیدا کړي، پرې فکر وکړي او د پرېښودو تمرین وکړي، ترڅو دغه ناسم عادتونه له ځانه لرې کړي.*
عبدالله ابن مسعودؓ وایی (زما داسی پیاد دی)لکه زه چی رسول اللهﷺ ته ګورم چی دیﷺ د نبیانو څخه د یو نبی کیسه کول چی هغه(نبی)خپل قوم وهلی وو نو د د خپل مخ څخه وینی پاکولی او ویل یی یا الله دوی ته بخښه وکړه دوی نه پوهیږی.
رواه بخاری۳۴۷۷
رسول اللهﷺفرمایی که تاسی پر الله ریښتونی توکل ولری نو تاسی ته به داسی رزق درکړی لکه مرغه ته چی یی ورکوی سهار یی نس تش وی(وږی وی) ماښام یی نس ډک وی.
رواه ترمذیه۲۳۴
.
.
❤🩹
1