
الذي علم بالقلم
February 20, 2025 at 09:21 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹
🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹
🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷
🌼(11ﺻـﻔـﺤ-------20)🌼
🌹[سُوۡرَةُ البقرة]🌹
د ٦٢ آیة نه بیا تر ٦٩ آیة پوري
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَى وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ(٦٢)
ژباړه⬇️
بېشکه! د مؤمنانو، يهوديانو، عيسويانو يا صابيانو څخه چي څوك پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وکړي، د هغو اجر د هغو له رب سره دى او د هغو لپاره هیڅ وېره او غم نسته.
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(٦٣)
ژباړه⬇️
او [در ياد کړئ] هغه وخت چي كله موږ طور (غر) پر تاسي راپورته کړ او ستاسي څخه مو تعهد اخيستى ؤ او ويلي مو وو: "كوم كتاب چي موږ دركوو، هغه په كلكه ساتنه واخلئ او په هغه کښي درج شوي حكمونه او لارښودنې زده کړئ؛ په دې توګه كېداى شي چي تاسي د پرهېزګارۍ په چلند سره غوره کړاى شئ!"
ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنْتُمْ مِنَ الْخَاسِرِينَ(٦٤)
ژباړه⬇️
خو له هغه وروسته تاسي له خپلي ژمني څخه واوښتلاست، ددې له پاسه هم د الله مهربانۍ او رحمت ستاسي ملګرتيا پرې نه ښودل، كه نه نو تاسي تباه كېدلاست.
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ(٦٥)
ژباړه⬇️
او تاسي ته خو د خپل قوم د هغو كسانو سرګذشت پوره څرګند دى، چي هغو د شنبې په ورځ تېری کړى ؤ، موږ هغو ته وويل: " بيزوګاني شئ؛ او په داسي حال کښي اوسئ چي له هري خوا در باندې ذلت، نفرت او لعنت وي!"
فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ(٦٦)
ژباړه⬇️
په دې ترتيب موږ د هغو عاقبت د هغې زمانې او وروستېیو نسلونو لپاره عبرت او د وېرېدونكو لپاره نصيحت وګرځاوه.
وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَةً قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ(٦٧)
ژباړه⬇️
او هغه پېښه در ياده کړه چي كله موسى (علیه السلام) خپل قوم ته وویل: "الله تاسي ته د يوې غوا د حلالو امر كوي." - هغو وويل: "ايا ته زموږ سره مسخرې كوې؟" - موسى (علیه السلام) وويل: زه له دېنه الله ته پناه ور ړوم چي د جاهلانو د ډلي څخه اوسم."
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَلِكَ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ(٦٨)
ژباړه⬇️
(قوم یې) ووېل: "ښه نو، له خپل رب څخه دي وغواړه چي موږ ته د هغې غوا څه تفصيل وکړي!" - موسى (علیه السلام) ووېل: "الله لارښودنه كوي چي هغه دي داسي غوا وي، چي نه زَړه وي نه وړه؛ بلكي د منځني عمر لرونكې وي؛ نو څه چي درته امر كیږي هغسي وکړئ."
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا لَوْنُهَا قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ(٦٩)
ژباړه⬇️
هغوی بيا ووېل: "له خپل رب څخه دي دا هم وپوښته چي د هغې بڼه څنګه وي؟" - موسى (علیه السلام) وويل: "هغه (الله) وايي چي داسي تكه ژېړه غوا دي وي چي ليدونكى یې په ليدو خوشاله شي."
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ(٧٠)
ژباړه⬇️
بيا یې وويل: "له خپل رب څخه دي ښه څرګنده پوښتنه وکړه چي راوښيي څنګه غوا مقصد ده، موږ د هغې په سمه پېژندنه کښي په اشتباه کښي لويدلي يوو، كه د الله اراده وشي، موږ به هغه ښه وپېژنو.
قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَا شِيَةَ فِيهَا قَالُوا الْآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ(٧١)
ژباړه⬇️
موسى (علیه السلام) ځواب ورکړ: "الله وايي، هغه داسي غوا ده چي كار ور څخه نه اخيستل کیږي، نه ځمكه كولبه كوي، نه ارهټ ګرځوي، روغه رمټه او بې داغه ده." - نو هغو نارې کړې: "هو، اوس دي سمي نښي راوښودلې!" - بيا یې هغه حلاله کړه. كه نه نو ددې كار كوونكي نه ول.
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَا كُنْتُمْ تَكْتُمُونَ(٧٢)
ژباړه⬇️
او تاسي ته هغه پېښه ياده ده چي كله تاسي څوك وژلى ؤ، بيا مو د هغه په باب جګړې كولې او يو پر بل باندي مو د وژلو تور وايه؛ او الله د هغه څرګندونکی دی چي تاسو یې پټوئ.
فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَى وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ(٧٣)
ژباړه⬇️
هغه وخت موږ امر وکړ چي د وژل شوي مړه جسد يوه برخه پر بله برخه ووهئ، وګورئ الله دغسي مړي ژوندي كوي او تاسي ته د خپل قدرت نښانې درښيي، تر څو چي وپوهېږئ.
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ(٧٤)
ژباړه⬇️
خو د دغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پاى کښي ستاسي زړونه سخت شول، د تیږو په شان سخت؛ بلكې له هغو نه هم څه زيات سخت، ځكه ځیني داسي تیږي هم شته چي له هغو څخه چينې راووځي، بهیږي؛ ځیني چوي او اوبه ترېنه راووځي او ځیني د الله له وېري لړزیږي رالویږي. الله ستاسي له کړو وړو څخه نا خبر نه دى.
أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ(٧٥)
ژباړه⬇️
(اې مسلمانانو!) ايا اوس تاسي له دې خلكو څخه دا تمه لرئ چي دوى به ستاسي پر بلنه ايمان راوړي؟ - په داسي حال کښي چي له هغو څخه د يوې ډلي دا عادت ګرځېدلى دی، چي د الله كلام اوري او بيا د پوهېدو او ادراك سره سره په اګاهانه توګه په هغه کي تحريف کوي.
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ(٧٦)
ژباړه⬇️
او کله چي (دا یهودان) د ایمان راوړونکو سره يو ځاى شي؛ نو وايي چي موږ هم ايمان راوړى دى. خو كله چي په خپلو منځو کښي يو له بله سره په ګوښه کښي خبرې اترې كوي، نو وايي: "(احمقان شوي یاست) چي دوی ته هغه خبرې ورښوئ چي الله تعالى تاسي ته (په تورات کي) درښودلي دي، تر څو چي (دا مؤمنان) ستاسي د رب په وړاندي یې ستاسي په خلاف د دليل په توګه وړاندي کړي؟"
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ(٧٧)
ژباړه⬇️
او ايا دوى نه پوهیږي، څه چي دوى پټوي او څه چي ښكاره كوي الله په ټولو خبرو عالم دى؟
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ(٧٨)
ژباړه⬇️
او په دوى کښي يوه ډله د آميانو ده چي په كتاب (تورات) نه پوهیږي، پر بې بنسټه هيلو یې تكيه کړېده او په انګېرنه او ګومان روان دي.
فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ(٧٩)
ژباړه⬇️
نو د هغو كسانو لپاره چي په خپلو لاسونو د شرعي ليكنه كوي، هلاكت او تباهي ده؛ او بيا خلكو ته وايي: "دا له الله څخه راغلې ده!" - تر څو چي د هغې په بدل کښي لږ غوندي ګټه په لاس راوړي، نو د هغو د لاسونو دا ليكنه هم د هغو د تباهۍ وسيله ده او د هغو دا ګټه هم ورته د هلاکت موجب ده؛
وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ(٨٠)
ژباړه⬇️
هغوى وايي: "د دوزخ اور به پر موږ هیڅكله ونه لګیږي، خو كه څو ورځي سزا راكول كیږي، نو را دي کړل شي." - له دوی څخه پوښتنه وکړه: "ايا تاسي له الله څخه ژمنه اخيستې ده، چي له هغې څخه الله تېرېداى نه شي؟ - يا خبره دا ده چي په الله پوري داسي خبرې تړئ چي تاسي پرې نه پوهېږئ."
بَلَى مَنْ كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(٨١)
ژباړه⬇️
هر څوك چي بدي وکړي او د خپلو خطاوو په چاپيريال کښي ايسار شي، نو هغوى دوږخيان دي او هغوى به په دوږخ کښي تل اوسیږي.
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(٨٢)
ژباړه⬇️
او كوم خلك چي ايمان راوړي او نېك عملونه وکړي، هغوى جنتيان دي او په جنت کښي به تل اوسیږي.
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ(٨٣)
ژباړه⬇️
او هغه وخت (یاد کړه) چي له بني اسرائيلو څخه موږ كلكه ژمنه اخيستې وه چي د الله پرته به د هيچا عبادت نكوئ، له مور او پلار، له خپلو خپلوانو، له يتيمانو او مسكينانو سره به غوره چار چلن كوئ؛ خلكو ته ښې خبري كوئ، لمونځ كوئ او زكات وركوئ؛ خو د لږو كسانو پرته نور تاسي ټول له دې ژمني څخه واووښتلئ او اوس هم مخ
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنْتُمْ تَشْهَدُونَ(٨٤)
ژباړه⬇️
او (اې بني اسرائیلو یاد کړئ) هغه وخت چي موږ ستاسي څخه كلكه ژمنه اخيستې وه چي په خپلو منځو کښي يو د بل ويني مه تويوئ او مه يو بل له كوره بې كوره كوئ. بيا تاسي ددې اقرار کړى ؤ، او تاسي په خپله په دې شاهدان ياست؛
تفسیر: يعنې مه خپل قوم وژنئ او مه يې له وطنه دباندې شړئ.
ثُمَّ أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ(٨٥)
ژباړه⬇️
خو نن همدا تاسي ياست چي خپل وړونه وژنئ، خپل ځیني ورورنه بې كوره كوئ، د ظلم او زياتي په كولو د هغو په خلاف ډلي جوړوئ، او كله چي په جګړه کښي ونيول شي، ستاسي په لاس کښي بنديان شي، نو د هغو د خوشي كولو لپاره د فدیې لاري برابر وئ. پداسي حال کښي چي له كورونو څخه د هغو ايستل لا له سره پر تاسي حرام ول؛ نو ايا تاسي د كتاب په يوه برخه ايمان راوړئ او په بله برخه یې كافران كیږئ؟ - نو ستاسي څخه چي كوم خلك داسي وکړي، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چي د دنيا په ژوند کښي ذليل او خوار اوسیږي او په اخرت کښي به د ډېر سخت عذاب په لوري ور وګرځول شي؟ - الله ستاسي ددې کړنو څخه بې خبره نه دى.
أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ(٨٦)
ژباړه⬇️
دا هغه كسان دي چي د دې دنیا ژوند یې د اخیرت په بدله کي اخیستی دی. نو له دې امله نه به یې په سزا کښي اساني راوستل شي او نه به مرسته ورسره وکړای شي.
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ(٧٨)
ژباړه⬇️
موږ موسى (علیه السلام) ته كتاب ورکړ، له هغه وروسته مو پرله پسې پېغمبران ولیږل. په پاى کښي مو عيسى (علیه السلام) د مریم زوی له روښانه نښو نښانو سره ولیږی، او په سپېڅلي روح سره مو د هغه مرسته وکړه. هر كله چي كوم پېغمبر ستاسي د نفسي غوښتنو پر خلاف له كوم شي سره تاسي ته راغلى دى، نو تاسي ورڅخه سركښي کړېده: څوك مو درواغجن ګڼلي دي او څوك مو وژلي دي.
وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ بَلْ لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَا يُؤْمِنُونَ(٨٨)
ژباړه⬇️
هغوى (یهودان) وايي: "زموږ زړونه پوښل شويدي." – نه، اصلي خبره دا ده چي د هغو د كفر له امله الله پرې لعنت کړيدى، له دې كبله هغوى ډېر لږ (کسان) ايمان راوړي.
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ(٨٩)
ژباړه⬇️
او اوس چي يو كتاب دوی ته د الله له لوري راغلى دى، دوى له هغه سره څه را اخيستي دي؟ - سره له دې چي دا كتاب د هغه كتاب تصديق كوونكى دى چي له پخوا څخه له دوى سره موجود ؤ، او سره له دې چي ددې كتاب له راتګ څخه مخکي دوى په خپله د كفارو په مقابله کښي د بري او مرستي دعاګاني كولې؛ خو كله چي هغه كتاب راغلى چي ویې پېژندی هم، نو د هغه له منلو یې انكار وکړ. نو پر دې منكرانو دي د الله لعنت وي.
بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ(٩٠)
ژباړه⬇️
څومره بده وسيله ده چي په هغې سره دوى خپل ځانونه ډاډه كوي؛ په دې شان چي كومه لارښوونه الله رالیږلې ده، د هغې له منلو څخه يوازي د دې سرغړوني په اساس انكار كوي چي الله خپل فضل (وحیي او رسالت) پر خپل هغه بنده لوروي چي اراده یې وشي! نو ځكه دوى د غضب له پاسه د غضب وړ ګرځېدلي دي او د داسي كافرانو لپاره ډېره سپكوونكې سزا ټاكل شوېده.
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللَّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ(٩١)
ژباړه⬇️
كله چي هغو ته ووېل شي چي پر هغه څه چي الله رالیږلي دي ايمان راوړئ، نو دوی وايي: "موږ يوازي پر هغه څه ايمان راوړو چي موږ (د بني اسرائيل نسل) ته راغلي دي." - له دې ساحې دباندې چي هر څه راغلي دي، د هغو له منلو څخه انكار كوي. په داسي حال کښي چي هغه حق دى او د هغو لارښوونو تصديق او تائيد كوي چي له پخوا څخه له هغو سره موجودې وې. ښه نو، هغو ته ووايه: "كه تاسي پر هماغه لارښوونه ايمان لرئ چي تاسي ته راغلې وه، نو له دې څخه مخکي مو د الله هغه پېغمبران ولي وژل (چي په خپله د بني اسرائيلو په نسل کښي زیږېدلي ول.)"
وَلَقَدْ جَاءَكُمْ مُوسَى بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهِ وَأَنْتُمْ ظَالِمُونَ(٩٢)
ژباړه⬇️
تاسي ته موسى (ع) له څه ډول ډول روښانه نښانو سره راغلى، خو بيا هم تاسي داسي ظالمان واست، چي د هغه درته شا شوه، خوسكى(ګیلګی) مو خپل معبود ونيوی.
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ(٩٣)
ژباړه⬇️
بیا لږ هغه پېمان در په زړه کړئ، چي پر تاسي باندي د طور غره په راپورته كولو موږ در څخه اخيستې ؤ، موږ تاكيد کړى ؤ چي كوم هدايت درلیږو پر هغه په كلكه عمل وکړئ او غوږ ورته كښېږدئ، واې ورئ. (ستاسي پلرونو، نيكونو) وويل چي موږ واورېدل خو ومو نه منل. او هغوى داسي باطل پرستان ول چي په زړونو کښي یې د خوسكي(ګیلګي) مينه ناسته وه. ووايه: "كه تاسي مؤمنان ياست، نو دا عجيبه ايمان دى، چي تاسي ته د داسي ناكاره حركتونو امر كوي!"
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(٩٤)
ژباړه⬇️
دوی ته ووايه: "كه د اخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازي ستاسي لپاره خاص ګرځول شويدى، نو تاسي ته ښايي چي د مرګ هيله من شئ، كه چیري رښتیا ویوونکي یاست."
وَلَنْ يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ(٩٥)
ژباړه⬇️
(باور ولرئ!) دوى به هیڅكله د هغه (مرګ) هيله ونه کړي، ځكه چي دوى په خپلو لاسونو سرته رسولي او هلته یې لیږلي دي، هغه دا ايجابوي (چي هلته د ورتګ هيله ونه کړي). الله ددې ظالمانو له حاله ښه خبر دی.
وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَى حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَنْ يُعَمَّرَ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ(٩٦)
ژباړه⬇️
ته به هغوی (یهودان) له بل هر چا څخه د ژوند حريصان ومومې، آن تر دې چي دوى په دې كار کښي له مشركانو څخه هم وړاندي شويدي. د هغو هر يو دا غواړي چي په څه شان زر كاله ژوند وکړي، په داسي حال کښي چي اوږد عمر خو هغوی له عذابه څخه ليري غورځولاى نه شي. څه عملونه چي دوی كوي، الله خو هغه ويني.تردې حده پورې چې له مشرکانو څخه هم دوى ډېر په ژوندي پاته کېدلو باندې حريصان دي ، په دې سره د هغوى ددعوى تغليط په ښه ډول سره وشو.
قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ(٩٧)
ژباړه⬇️
دوی ته ووايه: "کوم څوك چې له جبرئيل (علیه السلام) سره دښمني لري، هغه دي په دې وپوهیږي چي جبرئيل (علیه السلام) د الله په اجازه دا قرآن ستا زړه ته رسولى دی، چي د پخوانېو راغلیو كتابونو تصديق او تاييد كوي او د مؤمنانو لپاره (لارښودنه او د بري) د زيري ورکونکی دی."
مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ(٩٨)
ژباړه⬇️
(كه له جبرئيل (علیه السلام) سره د دوى د دښمنۍ سبب همدا وي، نو ورته ووايه) "څوك چي د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبرئيل (علیه السلام) او ميكائيل (علیه السلام) دښمن وي، نو الله ددې كافرانو دښمن دى."
وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلَّا الْفَاسِقُونَ(٩٩)
ژباړه⬇️
موږ تا ته داسي آيتونه درلیږلي دي چي په ډاګه څرګنده د حق ښكاره كوونكي دي او د هغو له پېروۍ څخه يوازي هماغه خلك منكریږي چي فاسقان دي.
أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ(١٠٠)
ژباړه⬇️
ايا تل داسي نه ده شوې چي كله یې څه ژمنه کړېده؛ نو له هغو څخه يوې نه يوې ډلې هغه ته شا کړې ده؟ بلكې د دوی زياتره (کسان، د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ(١٠١)
ژباړه⬇️
او كله چي هغو ته د الله له لوري پېغمبر، د هغه كتاب (تورات) تصديق كوونكى او تائيدوونكى راغلى دى چي له پخوا څخه له دوى سره موجود ؤ، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسي شان شا ته وغورځاوه، لكه چي دوى په هیڅ نه پوهیږي.
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ(١٠٢)
ژباړه⬇️
او په دې لړ کښي یې د هغو شيانو پيروي وکړه، چي شيطانانو د سليمان (علیه السلام) د سلطنت د نوم په اخيستلو وړاندي كول. په داسي حال کښي چي سليمان (علیه السلام) هیڅكله كافر شوى نه و، او د كفر مرتكبين خو هغه شيطانان ول چي خلكو ته یې كوډي ښودلې، هغوی هغه څه تعقيبول چي په بابل کښي پر دوو پرښتو هاروت او ماروت نازل شوي ول. په داسي حال کښي چي هغو (پرښتو) به چي هر كله چا ته هغه ښودل، نو لومړى به یې په ډاګه دا خبره ورته كوله: "ګوره! که موږ يوازي د ازمېښت لپاره يوو، نو مه كافر كیږه." - بيا هم دې خلكو له هغو څخه هغه څه زده كول چي په هغو سره د مېړه او ښځې تر منځ بېلتون راولي. ښكاره وه چي د الله له اجازې پرته هغوی په دې وسيله هیچا ته هم ضرر نشو رسولاى؛ خو له دى سره سره یې داسي څه زده كول چي په خپله د هغوی له پاره ګټور نه؛ بلكې زيان ول. او هغوی ته ښه معلومه وه، چي که څوك ددې شي خريدار شي، د هغه لپاره په اخرت کښي هیڅ ونډه نشته. څومره ناكاره سودا ده چي د هغې په بدل کښي هغوی خپل ځانونه خرڅ کړل؛ كاشكې هغوى ورباندې پوهيدلاى.
وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ خَيْرٌ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ(١٠٣)
ژباړه⬇️
كه هغوی ايمان او پرهیزګاري غوره کړې واى، نو د الله په وړاندي يې اجر ډېر غوره ؤ، كاشكې هغوى په دې پوهيداى.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ(١٠٤)
ژباړه⬇️
اې مؤمنانو! [پيغمبر (صل الله علیه وسلم) ته] رَاعِنَا مه وایاست، بلكې اُنْظُرْنَا (زموږ خوا ته د عنايت نظر وکړه) ووایاست او په غور سره خبره واورئ. او كافرانو ته دردوونكي عذاب دی.
مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ(١٠٥)
ژباړه⬇️
هغو خلكو چي د حق د بلني له منلو څخه انكار کړيدى، كه له اهل كتابو نه وي، كه مشركان وي، هیڅكله دا نه خوښوي چي ستاسي د رب له خوا دي تاسي ته څه ښېګڼه راشي. خو د الله چي هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره كوي او هغه د لوی فضل خاوند دی.
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(١٠٦)
ژباړه⬇️
موږ چي خپل كوم آيت منسوخوو يا یې (ستا د زړه څخه)هېروو، د هغه په ځاى د هغه څخه ښه راوړو يا لږ تر لږه هماغسې. ايا ته په دې نه پوهیږې چي الله پر هر څه برلاسی دى؟
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ(١٠٧)
ژباړه⬇️
ايا ته نه يې خبر چي د اسمانونو او ځمكي فرمان روايي يوازي د همدې الله ده او له هغه پرته هیڅوك ستاسي خبر اخیستونکی او ستاسي مرستندوىه بل نشته؟
أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ(١٠٨)
ژباړه⬇️
ايا تاسي غواړئ له خپل پېغمبر څخه هغه رقم پوښتني او غوښتني وکړئ، لكه څنګه چي له دې څخه مخکي له موسى (علیه السلام) څخه شوي وې؟ - په داسي حال کښي څوك چي د ايمان رويه د كفر په چار چلن بدله کړي، هغه له سمي لاري څخه واوښت.
وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(١٠٩)
ژباړه⬇️
زياتره اهل كتاب دا غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي له ايمان څخه بیرته د كفر لوري ته وګرځوي، كه څه هم حق هغو ته څرګند شويدى، خو د خپلي نفسي غوښتني له امله ستاسي لپاره دا غواړي.
د هغو په ځواب کښي تاسي له بخښني او تېرېدني څخه كار واخلئ، تر څو چي الله پخپله خپله فېصله نافذه کړي. ډاډه اوسئ چي الله تعالى پر هر څه برلاسی دى!
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ مِنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِنْدَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ(١١٠)
ژباړه⬇️
لمونځ آداء کړئ، زكات ورکړئ. تاسي چي د خپل عاقبت له پاره څه نيكۍ سرته ورسوئ، وړاندي یې ولیږئ. د الله په وړاندي به هغه موجودې ومومئ، څه چي تاسي کوي، الله د هغو ټولو ليدونكى دى.
وَقَالُوا لَنْ يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَنْ كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ(١١١)
ژباړه⬇️
او د هغو (اهل کتابو) دا وينا ده چي هیڅوك به جنت ته ولاړ نشي، تر څو هغه يهودي نه وي يا (د عيسويانو د ګومان له مخي) عيسوی نه وي، دا د هغو هيلي دي. دوی ته ووايه: " كه تاسي په خپله دعوه کښي رښتيني ياست، نو خپل دليل وړاندي کړی.
بَلَى مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ(١١٢)
ژباړه⬇️
په اصل کښي نه ستاسي څه ځانګړيتوب دى او نه د بل چا. حقه خبره دا ده، هر څوك چي خپل ځان د الله اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلن غوره کړي، د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندي اجر شته او پر داسي خلكو څه وېره او کړاو نشته.
ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ
وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ(١١٣)
ژباړه⬇️
يهوديان وايي: "له عيسويانو سره هیڅ نشته." عيسويان وايي: "له يهودو سره هیڅ نشته." - په داسي حال کښي چي دوى دواړه كتاب لولي. همدا شان دعوه هغه خلك هم كوي چي هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چي دا خلك په کښي اخته دي، د قيامت په ورځ فېصله کړي.
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ(١١٤)
ژباړه⬇️
او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوك وي چي د الله په عبادتځايو (مسجدونو) کښي د الله د نوم اخيستني منع کوي او د هغو دورانولو په هڅه کښي وي؟ دغه خلك ددې وړ نه دي چي په دې عبادتځايو کښي قدم كښېږدي او كه ورشي هم، له وېرې سره به ورشي. د هغو له پاره خو په دنيا کښي رسوايي او په اخرت کښي لوى عذاب دى.
وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ(١١٥)
ژباړه⬇️
ختيځ او لويديځ ټول د الله دي، هر لوري ته چي تاسي مخ واړوئ، هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډيري پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ كُلٌّ لَهُ قَانِتُونَ(١١٦)
ژباړه⬇️
او هغوى وايي: "الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى." - الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چي د اسمانونو او ځمكې ټولي هستۍ د هغه دي. ټول د هغه د امر منونكي دي.
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ(١١٧)
ژباړه⬇️
هغه د اسمانونو او ځمكې هستوونكى دی او د كومي خبري چي فېصله صادروي، یوازي دومره امر ورته كوي چي "شه!" - نو هغسې كیږي.
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ(١١٨)
ژباړه⬇️
ناپوهان وايي چي الله په خپله ولي له موږ سره نه ږغیږي يا موږ ته كومه نښه ولې نه راوړي؟ - همدا رقم خبري له دوی څخه مخکي خلكو هم كولې. ددې ټولو (مخكينيو وروستنيو ګمراهانو) ذهنيتونه يو رقم دي. باور لرونكو ته خو موږ په ډاګه، څرګنده خپلي نښانې ښكاره کړيدي.
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ(١١٩)
ژباړه⬇️
(له دې نه به لويه نښانه څه وي چي) موږ، ته [اې محمده (صل الله علیه وسلم)!] د حقائقو له علم سره زيرى وركوونكى او وېروونكى لیږلى یې. او د دوږخ د خاوندانو په هکله ته نه پوښتل کېږې.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ(١٢٠)
ژباړه⬇️
يهوديان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه خوشحاله نشي، تر څو ته د هغو په لاره (دين) ولاړ نشې، دوى ته په كلكه ووايه چي سمه لاره يوازي هماغه ده چي الله ښودلې ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درکړاى شويدى، د هغو په خواهشتاتو پسې ولاړ شې؛ نو ستا هیڅ دوست او مرستندویه نشته چي د الله له نيوني څخه دي وژغوري.
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ(١٢١)
ژباړه⬇️
كومو خلكو ته چي موږ كتاب ورکړيدى، هغوى یې داسي لولې چي څنګه د هغه د لوستلو حق دى. هغوى ورباندې د زړه له كومي ايمان راوړيدى. او څوك چي د هغه د نه منلو چلن غوره کړي، نو هم هغوى په اصل کښي تاوانیان دي.
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ(١٢٢)
ژباړه⬇️
اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت در ياد کړئ چي پر تاسي مي لورولى ؤ او دا چي ما تاسي ته د نړۍ پر ټولو قومونو فضيلت درکړى ؤ.
وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ(١٢٣)
ژباړه⬇️
او له هغي ورځي څخه ووېرېږئ چي هیڅوك به هیچا ته يوه ذره په درد ونه خوري: نه به له چا څخه فديه قبوله کړاى شي، نه به كوم سپارښت انسان ته ګټه ورسوي او نه به ګناهګارانو ته له كومي خوا څخه څه مرسته ورسېداى شي.
وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(١٢٤)
ژباړه⬇️
او هغه وخت (یاد کړه) چي پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وکړ او ابراهيم (علیه السلام) هغه ټولي سرته ورسولې؛ نو (الله) وويل: "زه تا د ټولو خلكو قائد ټاكم!" - ابراهيم (ع) عرض وکړ: "او ايا زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟" - هغه (عزوجل) وويل: "زما وعده له ظالمانو سره نسته !"
وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ(١٢٥)
ژباړه⬇️
او دا چي موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره مركز او د امن ځاى جوړ کړى ؤ. او (مؤمنانو ته مو امر کړى ؤ) په كوم ځاى کښي چي ابراهيم (علیه السلام) د عبادت له پاره درېدی، هغه ځاى په ځانګړې توګه د لمانځه ځاى جوړ کړئ. ابراهيم (علیه السلام) او اسماعيل(علیه السلام) ته مو په كلكه ويلي ول چي زما دا كور د طواف كوونكو، څيله كيدونكو (اعتکاف کوونکو) او ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک کړي.
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ(١٢٦)
ژباړه⬇️
او دا چي ابراهيم (علیه السلام) دُعا وکړه: "اې زما ربه! دا ښار(کعبه) د امن ښار وګرځوه، او ددې له اوسېدونكو څخه چي څوك الله او اخرت مني، هغو ته هر ډول مېوې روزي کړه". د هغه رب په ځواب کښي وويل: "او چي څوك یې ونه مني د دنيا د څو ورځني ژوندانه وسائل خو زه هغه ته هم وركوم، خو بیا به هغوی د دوږخ په لوري را كاږم او هغه ډېر ناكاره استوګنځاى دى."
سبحانك اللهم وبحمدك
أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك.
نور بيا........ إن شاء الله
نوټ⬇️
تر نورو رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ
❤🩹
🫀
2