الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 22, 2025 at 10:17 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹 🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹 🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷        🌼(21ﺻـﻔـﺤـه)🌼 🌹[سُوۡرَةُ البقرة]🌹 د ١٢٧ آیة نه بیا تر ١٣٤ آیة پوري ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ(١٢٧) ژباړه⬇️ او هغه وخت (یاد کړه) چي كله ابراهيم (علیه السلام) او اسمعيل (علیه السلام) ددې كور دېوالونه پورته كول، نو دُعا يې كوله: "اې زموږ ربه! زموږ څخه دا خدمت قبول کړه. ته د هر څه اورېدونكى او په ټولو شيانو پوهېدونكى یې؛ رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(١٢٨) ژباړه⬇️ اې ربه! موږ دواړه تا ته غاړه ايښودونكي وګرځوه، زموږ له نسل څخه يو داسي قوم پيدا کړه چي تا ته غاړه ايښودونكى وي، موږ ته د خپل عبادت لاري، ليكي را زده کړه او زموږ توبه قبوله کړه، ته لوى توبه قبلوونكى او رحم كوونكى یې؛ رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ(١٢٩) ژباړه⬇️ او اې ربه! په دې خلكو کښي د همدوى له قوم څخه يو داسي پېغمبر راپاڅوه چي دوی ته ستا آيتونه ولولي، هغو ته كتاب او حكمت ور زده کړي او د هغو ژوند سوتره کړي. ته د لوي قدرت او حكمت څښتن یې." وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ(١٣٠) ژباړه⬇️ اوس څوك، د ابراهيم (علیه السلام) له دین څخه مخ اړوي؟ له هغه چا پرته چي په خپله یې خپل ځان په حماقت او جهالت کښي اخته کړى وي، (بل څوك دا حركت كولاى شي؟) - ابراهيم (علیه السلام) خو هغه څوك دى چي موږ په نړۍ کښي د خپل كار لپاره غوره کړى ؤ. او په اخرت کښي به هغه د صالحانو په ټولی کښي وي. إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ(١٣١) ژباړه⬇️ هغه وخت (یاد کړه) چي کله یې رب ورته وويل: "غاړه كښېږده!" - نو هغه سمدلاسه ووېل: "ما د مخلوقاتو رب ته غاړه ايښې ده." وَوَصَّى بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ(١٣٢) ژباړه⬇️ پر همدې مسلك د تلو لارښودنه ابراهيم (علیه السلام) خپل ځوځات(نسل) ته کړې وه او همدا سپارښتنه يعقوب (علیه السلام) خپلې اولادې ته کړې وه، هغه ويلي ول: "زما بچيانو! الله ستاسي له پاره همدا دين غوره کړيدی، له دې امله د مرګ تر وخته مسلمانان پاته شئ!" أَمْ كُنْتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِنْ بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَهَكَ وَإِلَهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ(١٣٣) ژباړه⬇️ او ايا تاسي هغه وخت حاضر واست چي كله يعقوب (علیه السلام) له دې دنيا څخه رخصتې دی؟ د مرګ په وخت کښي یې له خپلو بچيانو څخه پوښتنه وکړه: "بچيانو! زما وروسته به تاسي د چا بندګي كوئ؟" هغو ټولو په ځواب کښي ووېل: "موږ به د هماغه يوه الله بندګې كوو، چي هغه تا او ستا پلرونو، نيكونو، ابراهيم(علیه السلام)، اسمعيل(علیه السلام) او اسحق(علیه السلام) په خدايي منلى دى او موږ هماغه ته غاړه ايښودونكي يو." تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ(١٣٤) ژباړه⬇️ هغوى څه كسان ول، چي په باوري توګه تېر شول؛ څه چي يې کړي دي، د هغو لپاره دي؛ او څه چي تاسي كوئ، هغه ستاسي له پاره دي. ستاسي څخه به ددې پوښتنه ونشي چي هغوی څه كول. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُوا قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ(١٣٥) ژباړه⬇️ (کتابیان یعني یهود او عیسویان) وايي چي یهودیان او (یا) عیسویان شئ چي سمه لار ومومئ! - دوی ته ووايه: "نه، دا هم نه، بلكې د ابراهيم (علیه السلام) د دین (متابعت کوو) چي پاک ؤ او ابراهيم(علیه السلام) له مشركانو څخه نه ؤ. قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنْزِلَ إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَى وَعِيسَى وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِنْ رَبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ(١٣٦) ژباړه⬇️ (آې مسلمانانو!) وواياست: "موږ ايمان په الله او پر هغه (قُرآن) راوړی دی چي موږ ته راغلى دى او هغه چي ابراهيم ( علیه السلام)، اسمعيل (علیه السلام)، اسحق (علیه السلام)، يعقوب (علیه السلام) او د يعقوب (علیه السلام) نسل ته راغلى ؤ او هغه چي موسى (علیه السلام)، عيسى (علیه السلام) او نورو ټولو پېغمبرانو ته د هغو د رب له لوري ورکړ شوي ول. موږ د هغو په منځ کښي هیڅ توپير نه كوو او موږ الله ته سر ټيټوونكي يوو." فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنْتُمْ بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوْا وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ(١٣٧) ژباړه⬇️ بيا كه هغوى هماغسې ايمان راوړ لكه چي تاسي راوړيدى، نو سمه لار یې وموندله؛ او كه له هغه څخه مخ واړوي، نو څرګنده خبره ده چي هغوى په څيلي توب (شقاوت) کښي نښتي دي. له دې امله ډاډه اوسئ چي د هغو په مقابل کښي الله ستاسي د ملاتړ لپاره كافي دى. الله هر څه اوري او په ټولو شيانو پوهیږي. صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ(١٣٨) ژباړه⬇️ (وواياست: د الله رنګ غوره کړئ)، د هغه له رنګ څخه به ښه د چا رنګ وي؟ او موږ د هماغه بندګي كوونكي يوو. قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ(١٣٩) ژباړه⬇️ اې پېغمبره! دوی ته ووايه: "ايا تاسي د الله په باب له موږ سره جګړه كوئ؟ په داسي حال کښي چي هماغه هم زموږ رب دى او هم ستاسي. زموږ عملونه زموږ او ستاسي عملونه ستاسي لپاره دي. او موږ خپله بندګي يوازي د الله له پاره خالصه کړېده." أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَى قُلْ أَأَنْتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ كَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِنَ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ(١٤٠) ژباړه⬇️ يا ايا ستاسي وينا داده: "ابراهيم (علیه السلام)، اسمعيل (علیه السلام)، اسحق (علیه السلام)، يعقوب او د يعقوب ( علیه السلام) ځوځات(نسل) ټول يهوديان ول يا نصرانيان وو؟" - ورته ووايه: "تاسي ډېر ښه پوهیږئ، كه الله؟ له هغه چا نه به لوى ظالم بل څوك وي، چي د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور له غاړي شوې وي او هغه پټه کړي؟ ستاسي له کړنو څخه خو الله ناخبره ندى؛ تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ(١٤١) ژباړه⬇️ هغوى څه كسان ول چي ولاړل، د هغو عملونه د هغو له پاره ول او ستاسي عملونه ستاسي لپاره. ستاسي څخه به د هغوی د عملونو په باب پوښتنه ونشي ". ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ(١٤٢) ژباړه⬇️ ناپوهان خلك به هرومرو ووايي: "په دوى څه شويدي چي په ناڅاپي توګه له هغي قبلې څخه واوښتل چي مخکي یې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟" – [اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)!] دوی ته ووايه: "ختيځ او لوېديځ ټول د الله دي، د الله چي هر چا ته خوښه شي سمه لار ورښيي. وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنْتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَنْ يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى عَقِبَيْهِ وَإِنْ كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ(١٤٣) ژباړه⬇️ او په همدې ډول موږ يو اُمت وسط (غوره امت) ګرځولي ياست چي تاسي پر نړيوالو شاهدان او پېغمبر پر تاسي شاهد اوسي. پخوا چي تاسي كوم لوري (بيت المقدس) ته مخ اړوه، هغه مو یوازي ددې ښووني لپاره قبله ټاكلې وه چي څوك (كعبې ته په مخ اړولو كي) د پېغمبر(صل الله علیه وسلم) پيروي كوي او څوك په شا اوړي. دا كار خو ډېر سخت ؤ، مګر د هغو كسانو لپاره هیڅ سخت ثابت نشو چي د الله له لارښووني څخه یې ګټه اخيستې وه. الله به ستاسي ايمان (بيت المقدس ته لمونځ) هیڅكله ضايع نه کړي. باور ولرئ چي الله پر خلكو ډېر زيات مهربان او رحم كوونكى دى. قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ(١٤٤) ژباړه⬇️ د اسمان لوري ته ستا بيا بيا مخ اووښتل موږ وينو، دا دى موږ تا د هغې قبلې (كعبې) لوري ته ګرځوو چي ستا خوښیږي، د مسجد الحرام لوري ته مخ وګرځوه! اوس چي تاسي هر چيري اوسى؛ نو د هماغه لوري ته مخ واړوئ؛ لمونځ وکړئ. كومو خلكو ته چي كتاب ورکړ شويدى، ښه پوهیږي چي (د قبلې بدلېدو ) دا امر د هغو د رب له خوا او حق دى، خو له دې سره سره چي دوى څه كوي، الله ور څخه ناخبره نه دى. وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ وَمَا أَنْتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ وَمَا بَعْضُهُمْ بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ(١٤٥) ژباړه⬇️ كه ته دې اهل كتابو ته هره نښانه راوړې، نشي كېداى چي دوى ستا د قبلې پيروي وکړي او نه ته دا كولاى شې چي د هغو د قبلې پيروي وکړې. او د هغو هیڅ يوه ډله د بلي ډلي د قبلې پيروۍ ته هم تياره نه ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درته راغلى دى، د هغو په غوښتنو پسي ولاړ شې، نو هرومرو به په ظالمانو کښي وشمېرل شې. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ(١٤٦) ژباړه⬇️ كومو خلكو ته چي موږ كتاب ورکړيدى، هغوى دا ځاى (چي قبله ټاكل شوېده يا دا پيغمبر) داسي پېژني لكه څنګه چي خپله اولاده پېژني، خو له هغو څخه يوه ډله له پوهي او ادراك سره سره حق پټوي. ‏ ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ(١٤٧) ژباړه⬇️ دا په غوڅه توګه، ستا د رب له لوري يوه حقه خبره ده ، نو ته د هغه په باب هیڅكله شكمن كیږه مه. وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ(١٤٨) ژباړه⬇️ او د هر چا لپاره يو لورى دى چي هغه ته مخ اړوي، نو تاسي د ښېګڼو په لوري په ځغاسته شئ. هر چيري چي اوسئ، الله به تاسي ټول ومومي (راولي)، الله په هر شي باندې ښه برلاسی دى. وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ(١٤٩) ژباړه⬇️ ته چي له هر ځاى څخه تېرېږې، له هماغه ځايه (د لمانځه په وخت کښي) خپل مخ د مسجد حرام لوري ته واړوه، ځكه چي دا ستا د رب بيخي په حقه فېصله ده او الله ستاسي له عملونو څخه بې خبره نه دى. وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ(١٥٠) ژباړه⬇️ او له هر ځايه چي تېریږې، خپل مخ د مسجد الحرام لوري ته وګرځوه، او هر چيري چي تاسي یاست، د هماغه لوري ته مخ واړوئ، لمونځ اداء کړئ، چي ستاسي پر خلاف خلكو ته دليل په لاس ورنشي؛ هو د ظالمانو ژبه به په هیڅ حال کښي ونه تړله شي، خو له هغو څخه مه وېریږئ، بلكې زما څخه ووېریږئ او ددې لپاره چي زه پر تاسي خپل نعمتونه پوره کړم او په دې هيله چي زما ددې امر په عملي كولو تاسي د هم هغسي خلاصون لاره ومومئ؛ كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ(١٥١) ژباړه⬇️ لكه چي (تاسي ته په دې سره برى در په برخه شوى چي) ما ستاسي په منځ کښي په خپله ستاسي څخه يو پېغمبر مبعوث کړ، چي تاسي ته زما ايتونه لولي، ستاسي ژوند سوتره (پاک) كوي، تاسي ته د كتاب او حكمت ښوونه كوي او تاسي ته هغه خبري در زده كوي چي تاسي پرې نه پوهېداست. فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ(١٥٢) ژباړه⬇️ له دې امله تاسي ما په ياد ولرئ، زه به تاسي ياد کړم، او زما شكر اداء کړئ د نعمت ناشكري مه كوئ، ځکه خو تاسو ما ياد کړئ زه به تاسو يادکړم ، زما د نعمتونو شکرانه اداکړئ او ناشکري مه کوئ. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ(١٥٣) ژباړه⬇️ اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى. وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَكِنْ لَا تَشْعُرُونَ(١٥٤) ژباړه⬇️ او هغو خلكو ته چي د الله په لار کښي ووژل شي، مړه مه وایاست! داسي خلك خو په حقيقت کښي ژوندي دي، خو تاسي دا شعور نه لرئ چي د هغو په ژوند خبر شئ. وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ(١٥٥) ژباړه⬇️ او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کښي په اخته كولو په تاسي ازمېښت كوو، او [اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)!] صبر کوونکو ته زيرى ورکړه؛ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ(١٥٦) ژباړه⬇️ هغه کسان چي کله ورته کوم مصيبت ورسیږي، نو ووايي: "موږ د الله يوو او د هغه (الله) لوري ته ور ګرځېدونکي یوو." ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِنْ رَبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ(١٥٧) ژباړه⬇️ دا هم هغه کسان دي چي د دوی د رب له خوا پرې بخښنه او رحمت دی او همدا کسان د سمي لاري موندونکي دي. إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَطَّوَّفَ بِهِمَا وَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ(١٥٨) ژباړه⬇️ په يقيني توګه، صفا او مروه د الله له نښانو څخه دي، له دې امله څوك چي د بيت الله حج يا عمره وکړي، د هغه لپاره وبال نشته كه ددې دوو غونډېو تر منځ طواف وکړي. او څوك چي په خوښه او مينه څه نېك كار (د صفا او مروه طواف) وکړي، الله پرې خبر دى او د هغه قدر كوونكى دى. إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَى مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ أُولَئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ(١٥٩) ژباړه⬇️ كوم خلك چي زموږ نازل شوي روښانه لارښووني او هدايات پټوي، په داسي حال کښي چي موږ هغه د ټولو انسانانو د لارښووني لپاره په خپل كتاب کښي بيان کړيدي، باور ولرئ چي الله هم ورباندې لعنت وايي او ټول لعنت ويونكي هم ورباندې لعنت وايي. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ(١٦٠) ژباړه⬇️ البته څوك چي دا كار پرېږدي، خپل کړه وړه سم کړي او څه یې چي پټ کړي ول، د هغو په بيانولو پيل وکړي، هغو ته به زه بخښنه وکړم او زه لوى ښه توبه قبلوونكى او پوره رحم كوونكى يم. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ(١٦١) ژباړه⬇️ كومو كسانو چي د كفر چلن غوره کړ او همدا د كفر په حالت کي مړه شول، پر هغو باندي د الله، پرښتو او ټولو انسانانو لعنت دى. خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْظَرُونَ(١٦٢) ژباړه⬇️ په همدې لعنتي حالت کښي به د تل له پاره اوسیږي، نه به د هغو په عذاب کښي اسانتيا راشي او نه به بيا ورته كوم بل مهلت ورکړاى شي. وَإِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِيمُ(١٦٣) ژباړه⬇️ او ستاسي الله همدا يو الله دى، له هغه ډېر زیات مهربان، پوره رحم کوونکي څخه پرته بل كوم رب نسته. إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ(١٦٤) ژباړه⬇️ (ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ(١٦٥) ژباړه⬇️ (خو د الله پر يووالي باندي ددې ښكاره څرګندو دلالت كوونكو نښو نښانو د ليدلو سره سره هم) ځیني خلك داسي دي چي له الله پرته نور د هغه سيالان ګرځوي؛ او پر هغو داسي مين دي لكه چي څنګه له الله سره مينه لرل ښايي. په داسي حال کښي چي ايمان لرونكو ته تر هر چا زيات الله ګران وي. هغه ادراك او احساس چي دې ظالمانو ته د عذاب د ليدو په وخت کښي پيدا كېدونكى دى، كه همدا نن دوى ليدلى واى؛ نو (باور به یې راغلى واى چي) ټول قوت او ټولي واكمنۍ يوازي د الله دي او (په دې به یې هم باور شوى واى) چي له الله سره ډېر سخت عذاب شته. إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ(١٦٦) ژباړه⬇️ كله چي هغه سزا ورکړي، په هغه وخت کښي به حالت داسي وي چي هماغه مشران او رهبران چي په دنيا کښي یې پيروي كېدله، له خپلو پيروانو څخه به بيزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو سببونو او وسايلو لړۍ به پرېکړه شي. وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا كَذَلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ(١٦٧) ژباړه⬇️ او هغه خلك چي په دنيا کښي یې د هغو پيروي كوله، و به وايي: "كاشكي يو ځل بيرته دنيا ته زموږ تګ شوى واى." - نو څنګه چي نن دوى زموږ څخه بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره کړې واى. په دغه راز به الله ددې خلكو هغه عملونه چي دوى یې په دنیا کي كوي، داسي د دوى مخي ته كښېږدي چي دوى به د افسوس او پښېمانتيا لاسونه سره ومروړي، خو له اور څخه د وتلو هیڅ لاره به پيدا نه کړي. يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(١٦٨) ژباړه⬇️ اې خلكو! په ځمكه کښي چي كوم حلال او پاك شيان دي، هغه خورئ او د شيطان په ښودل شوېو لارو مه ځئ، هغه ستاسي ښكاره دښمن دی. إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ(١٦٩) ژباړه⬇️ هغه خو تاسي ته د بدۍ او بې حيايۍ امر كوي او دې ته مو پاروي چي په الله پوري هغه خبري وتړۍ چي تاسي پرې نه پوهیږئ چي هغه الله ندي ويلي. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ(١٧٠) ژباړه⬇️ هغوی ته چي كله وېل كیږي چي د الله د اوامرو پيروي وکړئ، نو په ځواب کښي وايي چي موږ به د هماغه مسلك پيروي كوو چي موږ پر هغه خپل پلرونه، نيكونه موندلي دي. ښه نو كه د هغو پلرونو، نيكونو له پوهي څخه هیڅ كار هم نه وي اخيستى او سمه لاره یې نه وي موندلې، ايا بيا هم دوى د هغوی پيروي كوي؟ وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ(١٧١) ژباړه⬇️ دا خلك چي د الله پر ښودل شوي لاري باندي له تلو څخه یې انكار کړيدى، د دوى حالت كټ مټ داسي دى لكه چي شپانه څاروېو ته آواز كوي او هغوى د بلني او شړني له غږ څخه پرته نور څه نه اوري. دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ ځكه خو په هیڅ خبره نه پوهیږي. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ(١٧٢) ژباړه⬇️ اې مؤمنانو! كه تاسي په رښتيا سره د الله بندګي كوونكي ياست؛ نو كوم پاك شيان چي موږ درکړيدي، هغه په آزادۍ سره خورئ او د الله شكر باسئ. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(١٧٣) ژباړه⬇️ د الله له لوري كه پر تاسي څه بنديز لګول شويدى، نو هغه دا دى چي مرداره مه خورئ، د ويني او د خوګ د غوښي له خوړلو څخه ډډه وکړئ او داسي كوم شى مه خورئ چي پر هغه له الله پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي. هو كه څوك د اړتيا په حالت کښي وي او له دغو شيانو څخه څه شى بې له دې چي د الهي حُكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېرى وکړي، وخوري؛ نو پر هغه څه وبال نشته، الله بخښونكى او رحم كوونكى دى. إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ(١٧٤) ژباړه⬇️ حقه دا ده څوك چي هغه حكمونه پټوي چي الله په خپل كتاب کښي نازل کړيدي او په لږ غوندې دنيوي ګټو یې له لاسه وركوي، هغوى په اصل کښي خپلي ګيډي له اوره ډكوي، د قيامت په ورځ به الله (جل جلاله) هیڅكله له دوى سره خبرې ونه کړي او نه به یې تزكيه کړي، او د هغوی لپاره دردوونكى عذاب دى. أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَى وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ(١٧٥) ژباړه⬇️ دا هغه خلك دي چي د سمي لاري په بدل کښي یې ګمراهي واخيستله او د بخښنې په بدل کښي یې عذاب واخیست. څومره حيرانتيا ده د دوى حوصلې ته، چي د عذاب زغملو ته تيار دي. ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ(١٧٦) ژباړه⬇️ دا ټول كارونه ځكه وشول چي الله خو له حق سره سر تر پايه برابر كتاب نازل کړى و، مګر كومو خلكو چي په كتاب کښي اختلافونه منځ ته راوړل، هغوى په خپلو لانجو کښي له حق څخه ډېر لیري لاړل. لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَى حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ(١٧٧) ژباړه⬇️ نېكي یوازي دا نه ده چي تاسي (د لمانځه په وخت کي) خپل مخونه ختيځ لوري ته واړوئ، يا لوېديځ لوري ته؛ بلكي نېكي دا ده چي انسان پر الله، د قيامت پر ورځ، پر پرښتو، د الله پر نازل کړاى شوي كتابونو او د هغه پر پېغمبرانو د زړه له كومي ایمان راوړي. او د الله په مينه کښي خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، مسافرو، دروېزګرو او د مريانو په ازادۍ مصرف کړي، لمونځ قائم کړي، زكات ورکړي. او نېكان هغه كسان دي چي كله وعده وکړي تر سره یې کړي او د تنګسې او غمونو په وخت کښي او د حق او د باطل په جګړه کښي صبر وکړي، همدا رښتيني او همدا پرهېزګار خلك دي.        ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنْثَى بِالْأُنْثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِنْ رَبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ(١٧٨) ژباړه⬇️ اې مؤمنانو! ستاسي لپاره د قتل په دعواوو کښي د قصاص حكم ليكل شويدى: كه اصيل (آزاد) قاتل وي له هماغه اصيل (آزاد) څخه دي بدله واخيستل شي او كه غلام قاتل وي؛ نو هماغه غلام دي ووژل شي؛ كه ښځه قاتله وي، نو له هماغي ښځي څخه دي قصاص واخيستل شي. هو كه له كوم قاتل سره د هغه (ديني) ورور يو څه نرمۍ كولو ته تيار وي، نو په ښه وجه دي د وژني د بدلې په اړه اقدام وشي او پر قاتل باندي لازمه ده چي په صداقت سره خوني ورکړي. دا ستاسي د رب له خوا اسانتيا او رحمت دى، كه له دې څخه وروسته څوك تېری وکړي، د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى. وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(١٧٩) ژباړه⬇️ هوښيارانو! ستاسي لپاره په قصاص کښي ژوند دى، په كار ده چي له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ. كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ(١٨٠) ژباړه⬇️ پر تاسي باندي فرض کړاى شوېده: كله چي ستاسي څخه د كوم يوه د مرګ وخت رانژدې شي او هغه له ځانه وروسته مال پرېږدي؛ نو مور، پلار او خپلو خپلوانو ته دي په مناسبه توګه وصيت وکړي، دا پر پرهېزګارانو حق دى. فَمَنْ بَدَّلَهُ بَعْدَمَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ(١٨١) ژباړه⬇️ نو چا چي وصيت واورېدی، او بيا یې بدل کړ؛ نو د هغه وبال به د بدلوونكو پر غاړه وي. الله د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى. فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(١٨٢) ژباړه⬇️ البته كه له چا سره دا اندېښنه وي چي وصيت كوونكي په ناپوهۍ يا په قصدي توګه حق تلفي کړېده؛ او هغه ددې موضوع د اړوندو كسانو په منځ کښي روغه وکړي، نو پر هغه هيڅ وبال نشته، الله بخښونكى او رحم كوونكى دى. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ(١٨٣) ژباړه⬇️ اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي. أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ(١٨٤) ژباړه⬇️ د څو ټاكلیو ورځو روژې دي، که ستاسي څخه څوك ناروغ وي يا مسافر وي، نو په نورو ورځو کښي دي هماغومره شمېر پوره کړي او كه كوم خلك چي د روژې نيولو وس نه لري (لکه د لوی عمر او دوامداره مرض خاوندان او وې نه نیسي.) نو هغوی دي فديه ورکړي. د يوې روژې فديه يو مسكين ته خواړه وركول دي او څوك چي په خپله مينه څه زياته نېكي وکړي، نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي پوهېږئ، نو ستاسي لپاره ښه همدا ده چي روژه ونيسئ. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ(١٨٥) ژباړه⬇️ رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړاى شو، چي د انسانانو لپاره له سره تر پايه هدايت دى؛ او داسي څرګندي لارښووني په کښي دي چي د سمي لاري ښوونكي او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكي دي. له دې كبله پر چا چي دا میاشت راسي، پر هغه لازمه ده چي ټوله مياشت روژه ونيسي؛ او كه څوك ناروغ يا مسافر وي، نو هغه دي په نورو ورځو کښي د روژو شمېر پوره کړي. الله پر تاسي اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسي ته دا طريقه ښودله كیږي چي تاسي د خوړل شویو روژو شمېر پوره کړاى شئ او په كوم هدايت چي الله تاسي سرلوړي کړي یاست، په هغه سره د الله لويي وستایئ او شكر كوونكي اوسئ. وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ(١٨٦) ژباړه⬇️ او [اې پيغمبره (صل الله علیه وسلم)!] زما بندګان كه ستا څخه زما (د لیری والي یا نژدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چي زه ورته ډېر نژدې يم: بلونكى چي كله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي چي زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي (ته دا خبره هغوی ته واوروه)، كېداى شي چي سمه لاره ومومي. أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ(١٨٧) ژباړه⬇️ ستاسي لپاره د روژې په شپو کښي د خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل روا کړاى شويدي، هغوى ستاسي جامه او تاسي د هغو جامه ياست. الله ته څرګنده شوه چي تاسي په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه؛ خو هغه ستاسي ګناه وبخښله او در تېر شو. اوس تاسي له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چي الله تاسي ته روا کړيدى، هغه واخلئ. همدارنګه د شپې له مخي خورئ، څښئ؛ تر هغه وخته چي د شپې د ترږمۍ له توري ليكې څخه مو د سپېده داغ څړيكه تر سترګو شي. له هغه وروسته دا هر څه پریږدئ، تر شپې پوري خپله روژه بشپړه کړئ. او كله چي تاسي په جوماتونو کښي څيله (اعتکاف کوونکي) ياست؛ نو له خپلو ميرمنو سره نژدې والى مه كوئ. دا د الله وضع کړي حدود دي، دې ته نژدې مه ورځئ. دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي، ښايي چي هغوی له ناوړه چلن څخه ځانونه وژغوري. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ(١٨٨) ژباړه⬇️ او تاسي مه په خپلو منځو کښي يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندي کوئ چي تاسي ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسي حال کي چي تاسي پوهیږي. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَنْ تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ ظُهُورِهَا وَلَكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَى وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(١٨٩) ژباړه⬇️ خلك ستا څخه د سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېدو په باب پوښتنه كوي، ورته ووايه: "دا د خلكو لپاره د نېټو ټاكلو او د حج نښانې دي." - دا هم ورته ووايه: "دا ښه کار نه دی، چي تاسي خپلو كورونو ته د هغو د شا له لوري ننوځئ." - اصلي نېكي(ښه کار) خو دا ده چي انسان د الله له خپه كولو څخه ځان وژغوري؛ نو تاسي خپلو كورونو ته د دروازو له لارې ورشئ. له الله څخه وېرېدونكي اوسئ، ښايي چي برياليتوب در په برخه شي. وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ(١٩٠) ژباړه⬇️ او تاسي د الله په لار کښي له هغو كسانو سره وجنګیږئ، چي ستاسي سره جنګیږي، خو تېرى مه كوئ چي الله تېرى كوونكى نه خوښوي. وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ(١٩١) ژباړه⬇️ له هغو سره هر چيري چي مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوى له هغه ځايه وباسئ کوم چي تاسي يې ايستلي ياست؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده؛ او مسجد حرام ته نژدې چي تر څو پوري هغوى له تاسي سره نه وي جنګېدلي، تاسي هم ورسره مه جنګېږئ. خو تر څو پوري چي هغو هلته له جنګېدو څخه لاس نه وي اخيستى، نو تاسي هم بې له كومي اندېښنې هغوى ووژنئ، چي د داسي كافرانو همدا سزا ده. فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(١٩٢) ژباړه⬇️ بيا كه هغوى منع شول، نو وپوهیږئ چي الله بخښونكى او رحم كوونكى دى. وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ(١٩٣) ژباړه⬇️ او تاسي له هغو سره وجنګیږئ تر دې پورې چي فتنه پاته نشي او دين د الله لپاره شي، بيا كه هغوى لاس په سر شول، نو وپوهیږئ چي له ظالمانو پرته د بل چا په ضد لاس غځول روا نه دي. سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك. نور بيا........ إن شاء الله نوټ⬇️ تر نورو  رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ جـزاکـم الله خـیـرا . . .
❤️ ❤‍🩹 3

Comments