الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 23, 2025 at 09:51 AM
🌹🌹ﺳــﻬـﺎﺭﻧـﯽ ډالــــۍ🌹🌹 🌹🌹قرآنکریم هره ورځ🌹🌹 🌷(د ﭘـښـﺘــﻮ ﮊﺑــﺎړي ســره)🌷        🌼(31ﺻـﻔـﺤ-------40)🌼 🌹[سُوۡرَةُ البقرة]🌹 د ١٩٤ آیة نه بیا تر ١٩٧ آیة پوري ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ(١٩٤) ژباړه⬇️ د حرامي مياشتي بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي؛ نو كه څوك پر تاسي تېرى وکړي، تاسي هم په هماغه ډول پر هغه تېرى وکړئ. البته له الله څخه په وېره کښي اوسئ او په دې وپوهېږئ چي الله د هغو خلكو ملګرى دى چي د هغه د حدودو له ماتولو څخه ډډه كوي. وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ(١٩٥) ژباړه⬇️ د الله په لار کښي (مال) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت کښي مه غورځوئ. د ښېګڼي لاره غوره کړئ چي الله ښېګڼه كوونكي خوښوي. وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّى يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِنْ رَأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِنْ صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَمَنْ تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ذَلِكَ لِمَنْ لَمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(١٩٦) ژباړه⬇️ د الله د رضا له پاره چي كله د حج او عُمرې نيت وکړئ، نو هغه تر سره کړئ؛ او كه چیري ايسار شئ، نو چي هر څه قرباني مو له لاسه پوره وي، د الله حضور ته یې وړاندي کړئ او خپل سرونه مه خروئ، تر هغه پوري چي قرباني خپل ځاى ته نه وي رسېدلې. خو كه څوك ناروغ وي يا یې په سر کښي څه تكليف وي او له دې امله خپل سر وخريي، نو هغه ته دا په كار ده چي د فدیې په توګه روژې ونيسي يا خيرات وباسي يا قرباني وکړي. بيا كه تاسي ته امنيت په برخه شو (او تاسي د حج له ورځو مخکښي مكې ته ورسېدلاست) نو چا چي له تاسي څخه د حج د ورځو له راتلو څخه مخکي له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دي د خپل وس په اندازه قرباني وکړي؛ او كه یې قرباني ونه موندله، نو درې روژې دي د حج په دوران کښي ونيسي او اوه روژې كور ته له ستنېدو وروسته؛ پدغه شان دي لس پوره کړي. دا اسانتیا (حج تمتع) د هغه چا له پاره دى چي كور، كهول یې مسجد حرام ته نژدې نه وي. د الله ددې حكمونو د سرغړاوي څخه ځان وژغورئ؛ او په دې ښه وپوهیږي چي الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى. الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ(١٩٧) ژباړه⬇️ د حج مياشتي ټولو ته څرګندي دي، څوك چي په دې ټاكليو مياشتو کښي د حج نيت وکړي، هغه بايد په دې خبر اوسي چي د حج په دوران كي له هغه څخه څه شهواني عمل، څه ناوړه فعل او څه جنګ جګړه ونه شي. او تاسي چي څه نيك عمل كوئ الله پرې پوهیږي. د حج د سفر له پاره د لاري توښه درسره واخلئ؛ او تر هر څه ښه د لاري توښه پرهېزګاري ده؛ نو اې هوښيارانو! زما له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ. ‏ ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَبْتَغُوا فَضْلًا مِنْ رَبِّكُمْ فَإِذَا أَفَضْتُمْ مِنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِنْدَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِنْ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ(١٩٨) ژباړه⬇️ او كه له حج كولو سره سره تاسي د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کښي هم شئ، نو څه باك نه لري؛ بيا چي كله له عرفات څخه ځئ، نو په مشعر حرام (مزدلفه) کښي ايسار شئ، الله ياد کړئ او په هغه شان یې ياد کړئ چي تاسي ته یې لارښودنه کړېده، كه نه خو له دې څخه مخکي تاسي ګمراه واست. ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(١٩٩) ژباړه⬇️ بيا له كوم ځاى څخه چي نور ټول خلك راګرځي، له هماغه ځایه تاسي هم راوګرځئ او له الله څخه بخښنه وغواړئ. په يقيني توګه هغه بخښونكى او رحم كوونكى دى. فَإِذَا قَضَيْتُمْ مَنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا فَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ(٢٠٠) ژباړه⬇️ بيا كله چي مو د خپل حج ركنونه آداء کړل، نو څنګه چي مو پخوا خپل پلرونه، نيكونه (په وياړ سره) يادول، هماغسې اوس الله ياد کړئ، بلكې له هغه څخه هم زيات، (خو په الله يادوونكو خلكو کښي هم ډېر توپير شته) له هغو څخه څوك داسي دي چي وايي اې زموږ ربه! موږ ته هر څه په همدې دنيا کښي راکړه. دغسې انسان ته په اخرت کښي هیڅ برخه نشته؛ وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ(٢٠١) ژباړه⬇️ او څوك وايي اې زموږ ربه! موږ ته هم د دنيا او هم د اخرت ښېګڼي را په برخه کړه او موږ د اور له عذابه وساته. أُولَئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِمَّا كَسَبُوا وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ(٢٠٢) ژباړه⬇️ داسي خلك به له خپلو کړو سره سم ( په دواړو دارينو کښي) د برخي څښتنان وي او د الله په حساب اخیستنه کښي به څه ځنډ رانشي. وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَنْ تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ لِمَنِ اتَّقَى وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ(٢٠٣) ژباړه⬇️ دا د شمار څو ورځي دي، چي تاسي یې بايد د الله په ياد کښي تيري کړئ؛ بيا كه څوك تلوار وکړي په دوو ورځو کښي (له منِـا نه) راستون شي، نو وبال یې نشته؛ او كه څوك راستنېدل (دريمې ورځي ته) وځنډوي، نو هم څه باك نشته؛ په دې شرط چي دا ورځي یې پر پرهېزګارۍ تيري کړي وي. د الله له نافرمانۍ څخه ځان وژغورئ او ښه پوه شئ چي يوه ورځ د هغه حضور ته ستاسي وړاندي كېدل دي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَى مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ(٢٠٤) ژباړه⬇️ په انسانانو کي څوك داسي دي چي د هغه خبري د دنيا په ژوند کښي تا ته ډيري ښې ښكاري او هغه پر خپلي نېك نيتۍ په وار وار الله شاهد نيسي، خو په حقيقت کي هغه د حق ډېر سخت دښمن وي. وَإِذَا تَوَلَّى سَعَى فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ(٢٠٥) ژباړه⬇️ او كله چي هغه ته قدرت په لاس ورځي (يا كله چي بېرته وګرځي)، نو په ځمكه کښي د هغه ټولي هلي ځلي ددې لپاره وي چي فساد خپور کړي، كښتونه لوټ کړي او انساني ځوځات له منځه يوسي. په داسي حال کښي چي الله (هغه ذات چي هغه به شاهد نيوی) هیڅكله فساد نه خوښوي. وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ(٢٠٦) ژباړه⬇️ او كله چي ورته ویل كیږي چي له الله څخه ووېریږه؛ نو د خپل پت او ابرو مفكوره یې پر ګناه ټينګوي. د داسي انسان لپاره دوږخ كافي دى؛ او هغه ډېر ناكاره استوګنځاى دى. وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ(٢٠٧) ژباړه⬇️ له بل پلوه په انسانانو کي داسي څوك هم شته چي د خپل رب د رضا په لټه کښي خپل سر قربانوي. او الله پر (داسي) بندګانو ډېر زيات مهربان دى. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(٢٠٨) ژباړه⬇️ اې مؤمنانو! تاسي په هر اړخيز ډول په اسلام کښي ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ، چي هغه ستاسي ښكاره دښمن دى. فَإِنْ زَلَلْتُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(٢٠٩) ژباړه⬇️ كومي ښكاره څرګندي لارښووني چي تاسي ته راغلي دي، كه د هغو له موندلو وروسته بيا هم تاسي وښوېږئ، نو ښه وپوهیږئ چي الله پر ټولو غالب، د حكمت خاوند او پوه دى. هَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا أَنْ يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ(٢١٠) ژباړه⬇️ (كه له دې ټولو نصيحتونو او لارښودنو څخه وروسته بيا هم خلك سم نه وي، نو ) ايا اوس هغوى دې ته سترګي په لار دي چي الله د ورېځو چترۍ ودروي، د پرښتو له صفونو سره دوی ته مخامخ راشي او پرېکړه وشي؟ - په پاى کي خو ټولي چاري د همدې الله حضور ته وړاندي كېدونكي دي. سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُمْ مِنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ وَمَنْ يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(٢١١) ژباړه⬇️ له بني اسرائيلو څخه پوښتنه وکړه: موږ څومره ښكاره، څرګندي نښي نښانې ورښودلي دي؟ (او دا هم ور څخه وپوښته) كوم قوم چي د الله نعمت له موندلو وروسته په بد مرغۍ سره بدل کړي، هغو ته الله (څنګه) سخته سزا وركوي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ(٢١٢) ژباړه⬇️ كومو خلكو چي د كفر لاره غوره کړېده، هغو ته د دنيا ژوند ډېر خوږ او په زړه پوري ګرځېدلى دى. دوى پر مؤمنانو ملنډي وهي؛ خو د قيامت په ورځ به همدا پرهېزګاران د دوى په پرتله د لوړ مقام خاوندان وي. پاته شوه د دنيا روزي، نو د الله واك دى چا ته چي يې خوښه شي بې حسابه یې وركوي. كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ وَأَنْزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ(٢١٣) ژباړه⬇️ په لومړي وخت کښي ټول خلك په يوه لاره روان ول (بيا چي دې وضعي دوام ونکړ او اختلافونه رامنځ ته شول) نو الله پېغمبران ولیږل چي په سم تګ زيري وركوونكي او د انحراف له نتيجو څخه وېروونكي ول، او له هغو سره يو ځاى یې حق كتاب ولیږی، تر څو هغه اختلافونه چي د حق په باب د خلكو تر منځ راغلي ول فېصله کړي. (او ددې اختلافونو د پېښېدو دليل دا نه ؤ چي په ابتدا کښي خلكو ته د حق ښودنه نه وه شوې، نه،) اختلاف هغو كسانو را پيدا کړ چي د حق په برخه کي معلومات ورکړ شوى ول، هغو د روښانه لارښودنو له موندلو څخه وروسته یوازي پدې غرض حق پرېښود او بېلا بېلي لاري یې رامنځ ته کړې چي غوښتل یې په خپلو منځو کښي يو پر بل تېرى وکړي. نو الله هغو كسانو ته چي پر پېغمبرانو یې ايمان راوړ، په خپل اذن (اراده) د حق هغه لاره وښودله چي خلكو په کښي اختلاف کړى ؤ. د الله چي چا ته خوښه شي سمه لاره ورښيي. أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ(٢١٤) ژباړه⬇️ ايا تاسي دا انګېرئ چي همداسي به جنت ته ننووځئ، په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پر تاسي هغه هر څه ندي تېر شوي، چي ستاسي څخه پر مخكنېو مؤمنانو راغلي دي؟ پر هغو ستونزي راغلې، کړاوونه ورته ورسېدل، ولړزول شول، آن تر دې چي د وخت پېغمبر او د هغه مؤمنانو ملګرو فريادونه وکړل چي د الله مرسته به كله راشي؟ په هغه وخت کښي هغو ته ډاډېنه ورکړه شوه چي هو د الله مرسته نژدې ده. يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلْ مَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ(٢١٥) ژباړه⬇️ خلك ستا څخه پوښتنه كوي: "موږ څه مصرف کړو؟" - ځواب ورکړه: "كوم مال چي تاسي لګوئ، پر خپل مور او پلار، خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو باندي یې ولګوئ او تاسي چي هره ښېګڼه كوئ، الله پرې خبریږي." ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(٢١٦) ژباړه⬇️ تاسي ته د جنګ امر شويدى او هغه تاسي ته ناكاره دى، كېداى شي چي يو شى تاسي ته ناكاره وي او هماغه ستاسي له پاره ډېر غوره وي؛ او كېداى شي چي تاسي يو شى خوښوئ او هماغه ستاسي له پاره بد وي. الله پوهیږي، تاسي نه پوهیږئ. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّى يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ(٢١٧) ژباړه⬇️ خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي «په حرامه مياشت کي جنګېدل څنګه دي؟» - ورته ووایه: پدې کي جنګ كول ډېر بد دي؛ خو د الله د لاري څخه د خلكو منع كول، پر الله باندي كافر كېدل، د مسجد حرام لاره د الله پالونكو پر مخ تړل او د حرم اوسېدونكي له هغه ځايه ايستل، د الله په وړاندي له هغه څخه هم ډېر زيات بد كار دى؛ او فتنه له وينو تويولو څخه لويه ګناه ده." - هغوى به ستاسي سره تل په جنګ اخته وي، ان تر دې چي كه یې وس ورسیږي، نو تاسي به له دې دين څخه واړوي (او په دې ښه پوه شئ) له تاسي څخه چي هر څوك له دې دين څخه واوړي او د كفر په حالت کښي ومري، د هغه عملونه به په دنيا او اخرت دواړو کي بابېزه او ضايع شي، داسي خلك ټول دوږخيان دي او تل به په دوږخ کي اوسیږي. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ(٢١٨) ژباړه⬇️ ددې پر خلاف كومو خلكو چي ايمان راوړيدى او چا چي د الله په لار کښي خپل كور وطن پريښى او جهاد یې کړيدى، هغوى حق لري چي د الله د رحمت هيله من وي او الله د هغو د خطاوو بخښونكى او پر هغو د خپل رحمت پېرزو كوونكى دى. يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ(٢١٩) ژباړه⬇️ خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي: «د شرابو او جوارۍ (قمار) څه حكم دى؟» - ورته ووايه: په دواړو کښي لويه ګناه ده، كه څه هم د خلكو لپاره به څه ګټه هم په کي وي؛ خو ګناه یې له ګټي څخه ډېره زياته ده. - او پوښتنه كوي: «موږ د الله په لار کښي څه مصرف کړو؟» - ورته ووايه: هغه څه چي ستاسي له اړتيا څخه زيات وي. - په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چي (ښایي تاسي د دُنیا او اخیرت دواړو په اړه) فكر وکړئ. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَى قُلْ إِصْلَاحٌ لَهُمْ خَيْرٌ وَإِنْ تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(٢٢٠) ژباړه⬇️ ستا څخه خلك پوښتنه كوي: "له يتيمانو سره دي څه ډول چلن وشي؟" - ورته ووايه: "په كوم ډول چلن کي چي د هغو ښېګڼه وي، د هماغه غوره كول ډېر ښه دي او كه تاسي خپل او د هغو خرڅ او لګښت او ژوند، ژواك سره ګډ او سره شریک کړئ، څه باك نشته؛ نو هغوى خو ستاسي وړونه دي. د ورانكارو او روغو چارو دواړو حال الله ته ښكاره دى. كه د الله خوښه شوې واى؛ نو په دې كار کښي به یې تاسي له ستونزو سره مخامخ کړي واى، مګر هغه پر واكمنۍ سربېره د حكمت څښتن هم دى. وَلَا تَنْكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّى يُؤْمِنَّ وَلَأَمَةٌ مُؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ وَلَا تُنْكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّى يُؤْمِنُوا وَلَعَبْدٌ مُؤْمِنٌ خَيْرٌ مِنْ مُشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ أُولَئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ(٢٢١) ژباړه⬇️ تاسي له مشركانو ښځو سره هیڅكله نكاح مه كوئ، تر څو چي يې ايمان نه وي راوړى. يوه مسلمانه مينزه له اصيلي (آزادي) مشركي څخه ډېره ښه ده، كه څه هم چي ستاسي هغه ډېره خوښه وي. او مسلماني ښځي مشركانو ته هیڅكله په نكاح مه وركوئ، تر څو چي هغو ايمان نه وي راوړى. يو مسلمان مريی (غلام) له اصيل (آزاد) مشرك څخه ډېر ښه دى، كه څه هم چي هغه ستاسي ډېر خوښ وي. دا كسان تاسي د اور خوا ته دعوت كوي او الله په خپل اذن (ارادې) سره تاسي ته د جنت او بخښني په لوري بلنه دركوي. او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي، كېداى شي چي هغوى درس واخلي او نصيحت ومني. وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ(٢٢٢) ژباړه⬇️ او دوی ستا څخه پوښتنه كوي: "د حيض څه حكم دى؟" – ورته ووايه: "هغه يو د پليتۍ حالت دى، په هغه کښي له ښځو څخه بېل اوسئ او هغو ته مه نژدې كیږئ؛ تر څو هغوى پاكي او سوتره شوي نه وي. بيا چي كله هغوى پاكې شي، نو له هغو سره هغه شان يو ځاى شئ چي الله درته امر کړيدى. د الله هغه خلك خوښیږي چي له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتيا غوره کړي." نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ(٢٢٣) ژباړه⬇️ ستاسي ښځي ستاسي كښتونه دي، ستاسي خپله خوښه ده څنګه مو چي زړه غواړي، هغه شان په خپل كښت کښي تصرف وکړئ؛ خو د خپل راتلونكي فكر ولرئ او د الله له خپګان څخه ځان وژغورئ. ښه پوه شئ چي يوه ورځ به له هغه سره يو ځاى كېږئ. او [اې پېغمبره (صل الله علیه وسلم)!] څوك چي ستا لارښووني ومني، هغو ته د بري او نېكمرغۍ زيرى ورکړه. وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِأَيْمَانِكُمْ أَنْ تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ(٢٢٤) ژباړه⬇️ د الله نوم په داسي قسمونو خوړلو کښي مه يادوئ، چي په هغو کښي هدف له نېكۍ، پرهيزګارۍ او د الله د بندګانو د ښېګڼي له كارونو څخه منع كول وي. الله ستاسي ټولي خبري اوري او په هر څه پوهیږي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ(٢٢٥) ژباړه⬇️ كوم بې معنا قسمونه چي تاسي بې ارادې خوړلي وي، پر هغو باندي مو الله نه نيسي؛ خو كوم قسمونه چي تاسي د زړه له كومي خوړلي وي، پر هغو به مو هرومرو ونيسي. الله ډېر بخښونكى او (د خطاوو) تېرېدونكى دى. لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ فَإِنْ فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ(٢٢٦) ژباړه⬇️ كوم خلك چي له خپلو ښځو سره د نااړوندۍ لوړي (قسمونه) كوي، هغوی ته څلور مياشتي وخت دى، كه یې ورته رجوع وکړه، نو الله بخښونكى او پوره رحم کوونکی دى. وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ(٢٢٧) ژباړه⬇️ او كه هغوی د طلاق هوډ کړى وي، نو و دې پوهیږي چي الله هر څه اوري او په هر څه پوهیږي. وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَنْ يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِنْ كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(٢٢٨) ژباړه⬇️ كومو ښځو ته چي طلاق ورکړاى شوى وي، هغوى دي د درېيو حيضونو موده په انتظار تېره کړي؛ او دا ورته روا نه ده چي هغه څه چي الله د دوى په رحم کښي پيدا کړي وي، هغه پټ کړي. هغوی ته هيڅكله نه ښايي چي داسي وکړي، كه پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لري. كه د هغو مېړونه د خپلو اړيكو سمولو لپاره چمتو وي، نو د همدې عدت په دوران كي په خپله نكاح کښي د هغو د بيا راوستلو حق لري. د ښځو لپاره هم په نېکه توګه هماغسي حقوق دي، لكه څنګه چي د نارينه ؤ پر هغو حقوق دي. البته نارينه پر هغو باندي يوه درجه (فضيلت) لري او پر ټولو باندي الله غالب مقتدر او د حكمت او پوهي څښتن دى. الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَنْ تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ(٢٢٩) ژباړه⬇️ طلاق دوه ځله دی، بيا دي يا په سمه توګه ښځه وساتله شي يا دي په ښه توګه رُخصت کړه شي. او په داسي شان رُخصتول تاسي ته روا نه دي چي څه شى مو ورکړى وي، له هغو څخه يو څه بېرته ترې واخلئ؛ البته دا مستثنا ده چي ښځه او مېړه د الله پر حدودو باندي په درېدو کښي اندېښمن وي. په داسي صورت کښي كه تاسي ته دا وېره وي چي هغوى دواړه به د الله پر حدودو ټينګ پاته نشي، نو د هغو دواړو په منځ کښي ددې خبري باك نشته چي ښځه خپل مېړه ته يو څه بدل ورکړي او ځان ځني بېل کړي. دا د الله ټاكلي پولي دي، له دې څخه مه اوړئ، او څوك چي د الله د پولو څخه واوړي هم هغوی ظالمان دي. فایده يوه ښځه درسول اکرم(ص) حضورته حاضره شوه او ويې ويل چې زه له خپل مېړه څخه خپه يم، اونه غواړم چې دهغه سره ووسم، رسول الله(ص) چې ددې موضوع تحقيق وفرمايه، هغې ښځې وويل مېړه مې نه زما دحقوقو په اداکولو کې کمى کوي اونه زه دهغه په اخلاقو او ديانت باندې څه اعتراض لرم، خو زما هغه طبعاً بد ايسي، رسول اکرم(ص) له هغې ښځې څخه مَهَر بېرته واخيست ، اومېړه ته يې ورکړ ، او مېړه ته يې امر وکړ چې طلاقه يې کړه. ‏ ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِنْ بَعْدُ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ فَإِنْ طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يَتَرَاجَعَا إِنْ ظَنَّا أَنْ يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ(٢٣٠) ژباړه⬇️ بيا كه (له دوه ځله طلاق وركولو څخه وروسته ښځي ته درييم ځل) طلاق ورکړي، نو هغه ښځه بيا د هغه لپاره روا نه ده، مګر دا چي له بل چا سره د هغې نكاح وشي او هغه یې طلاقه کړي. كه له هغه وروسته لومړي مېړه او دې ښځي دواړو دا فكر وکړ چي پر الهي حدودو به ودریږي، نو كه دوى يو بل ته رجوع وکړي، څه باك نشته. دا د الله ټاكلي حدود دي، د هغو خلكو د لار موندنې لپاره یې څرګندوي، چي (د هغه د حدودو د ماتولو پر عاقبت) پوهیږئ. وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِتَعْتَدُوا وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنْزَلَ عَلَيْكُمْ مِنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُمْ بِهِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ(٢٣١) ژباړه⬇️ او كله چي تاسي ښځو ته طلاق وركړئ او د هغو عدت په پوره كېدو شي، نو يا يې په ښه توګه وساتئ يا يې په ښه شان رُخصت كړئ. محضي د ربړولو لپاره يې مه ايساروئ، چي دا به تېرى او زياتی وي؛ او څوك چي دا كار وكړي هغه به په حقيقت كښې خپله پر خپل ځان ظلم وكړي. د الله په آيتونو ملنډي مه وهئ، دا مه هېروئ چي الله په څه لوى نعمت تاسي سر لوړي كړي ياست. هغه تاسي ته نصحيت كوي چي كوم كتاب او حكمت چي هغه پر تاسي نازل كړى، د هغه درناوى وكړئ، له الله څخه ووېرېږئ او ښه وپوهېږئ چي الله له هري خبري څخه خبر دى، پوهېږي. وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَنْ يَنْكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُمْ بِالْمَعْرُوفِ ذَلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ذَلِكُمْ أَزْكَى لَكُمْ وَأَطْهَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ(٢٣٢) ژباړه⬇️ كله چي تاسي خپلو ښځو ته طلاق وركړ او هغو خپل عدت پوره كړ، نو بيا پدې لاره كښي خنډ مه پيدا كوئ چي هغوى د خپلي خوښي مېړونه انتخاب كړي. كه د دواړو خواو په دې موافقه راغله چي سره نكاح وكړي، تاسي ته ښودنه كېږي چي هېڅكله داسي حركت مه كوئ، كه پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ. ستاسي لپاره مناسبه او سپېڅلې لاره همدا ده چي له دېنه ځان وژغورئ. الله پوهيږي او تاسي نه پوهېږئ. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَنْ تَرَاضٍ مِنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا وَإِنْ أَرَدْتُمْ أَنْ تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُمْ مَا آتَيْتُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ(٢٣٣) ژباړه⬇️ (د كوم پلار چي دا هيله وي چي د هغه اولاد دي د تي رودني په ټوله موده كي تى وروي)؛ نو ميندي دي خپلو بچيانو ته پوره دوه كاله تى وركړي، په دې صورت كي به د ماشوم پلار په ښه توګه هغو ته خوراك او جامې وركوي، خو داسې نه چي د چا په اوږه د هغه له وس څخه پورته پېټى كښېښودل شي، نه دي مور ته له دې امله ازار ورسول شي چي ماشوم د هغې دى، او نه دي پلار له دې امله وكړول شي چي ماشوم د هغه دى. د تي وركوونكي چي څنګه د ماشوم په پلار دا حق دى، همدا راز د هغه پر وارث هم دى. خو كه دواړه خواوي په خپل منځي موافقه او مشوره له تي بېلول غواړي، ددې خبري څه باك نشته؛ او كه ستاسي په نظر كي دا وي چي كومه بله ښځه دي ستاسي ماشوم ته تى وركړي، نو پدې كي هم څه وبال نشته؛ خو په دې شرط چي د تي وركوونكي سره مو په كومه اُجوره فېصله كړې وي، هغه په ښه توګه اداء كړئ. له الله څخه ووېرېږئ او وپوهېږئ چي تاسي چي څه كوئ، الله هغه ويني. وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ(٢٣٤) ژباړه⬇️ ستاسي څخه چي څوك ومري او كونډي يې پاتي شي، نو هغوى دي پر خپل ځان څلور مياشتي او لس ورځي (په عدت كي) تيري كړي، بيا چي كله يې عدت پوره شي، نو د خپلو شخصي چارو په اړه د هغو خپله خوښه ده، په ښه توګه چي څه كوي ودې كړي، پر تاسي څه مسئوليت نشته. الله ستاسي ټولو له كړنو څخه خبر دى. وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُمْ بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنْتُمْ فِي أَنْفُسِكُمْ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَكِنْ لَا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَنْ تَقُولُوا قَوْلًا مَعْرُوفًا وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّى يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنْفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ(٢٣٥) ژباړه⬇️ د عدت په موده كي كه تاسي له هغو كونډو سره د نكاح هيله په اشاره كنايه څرګنده كړئ او كه يې په زړه كي پټه وساتئ، په دواړو صورتونو كښي څه باك نه لري، الله پوهېږي چي هغوى به په زړونو كي درياديږي. خو پام كوئ چي پټه ژمنه او تړون به ورسره نه كوئ، كه كومه خبره كول وي، نو په روا ډول دي وي. او د نكاح تړلو پرېكړه تر هغه وخته مكوئ، چي تر څو پوري يې عدت تېر شوى نه وي. ښه وپوهېږئ چي الله آن ستاسي د زړونو په رازونو پوهېږي؛ نو د هغه څخه ووېرېږئ او په دې هم وپوهېږئ چي الله زغمونكى دى، له وړو وړو خبرو تېريږي. ﺃَﻋُﻮْﺫُباللهِ ﻣِﻦَ ﺍﻟﺸِّﻴْﻄﺎﻥِ ﺍﻟﺮِّﺟِﻴْﻢ لَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ(٢٣٦) ژباړه⬇️ پر تاسي هيڅ ګناه نشته، كه خپلو ښځو ته مخكي له هغه طلاق وركړئ چي لاس مو نه وي ور وړى او مَهر مو نه وي ټاكلى. په دې صورت كښې هغو ته څه ناڅه وركول ضروري دي، وس وال دي د خپلې وسي او بېوزلي دي د خپلي وسي په اندازه په ښه توګه څه وركړي؛ دا پر نېكانو حق دى. وَإِنْ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِنْ قَبْلِ أَنْ تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَنْ يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَنْ تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ(٢٣٧) ژباړه⬇️ او كه تاسي له لاس ور وړلو مخكي طلاق وركړى وي، خو مَهر مو ټاكلى وي، نو په دې صورت كي به نيمايي مَهر وركول وي، دا بېله خبره ده چي ښځه نرمه وضعه وكړي (او مَهر وانخلي) يا هغه څوك چي د نكاح د عقد واكمن دى له نرمۍ څخه كار واخلي (او پوره مَهر وركړي) او تاسي (يعنې نارينه) كه ښه وضعه وكړئ نو دا له پرهېزګاري سره ډېره ښايي. په خپل منځي چارو كښي مروت مه هېروئ. الله ستاسي عملونه ويني. حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ(٢٣٨) ژباړه⬇️ د خپلو لمونځونو ساتنه وكړئ، په تېره بيا د مازديګر د لمانځه، او د الله په وړاندې داسې په وېره او ادب ودرېږئ، لكه چي فرمان منونكى غلام درېږي. فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ(٢٣٩) ژباړه⬇️ كه امنيت خراب وي، نو كه پلي یاست او كه سپاره، په هر شان چي كولاى شئ لمونځ وكړئ. بيا چي كله امنيت ټينګ شي، نو الله په هغه شان ياد كړئ چي څنګه يې تاسي ته ښوونه كړېده، چي پخوا پرې نه پوهېداست. وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِأَزْوَاجِهِمْ مَتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنْفُسِهِنَّ مِنْ مَعْرُوفٍ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ(٢٤٠) ژباړه⬇️ ستاسي څخه چي څوك ومري او وروسته يې كونډي پرېښي وي، هغوى بايد د خپلو كونډو لپاره دا وصيت وكړي چي تر يو كال پوري دي خوراك پوښاك وركړاى شي او له كورونو څخه دي نه ايستل كېږي؛ بيا كه هغوى په خپله ووځي نو د خپل ځان په برخه كي چي په ښه توګه هر څه كوي پر تاسي يې هيڅ مسئوليت نشته. الله پر ټولو برلاس او د حكمت او پوهي څښتن دى. وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ(٢٤١) ژباړه⬇️ په همدې ډول كومو ښځو ته چي طلاق وركړاى شوى وي، هغو ته دي هم په مناسبه توګه څه ناڅه شى وركړل شي او رخصت دي كړاى شي، دا پر متقيانو حق دى. كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ(٢٤٢) ژباړه⬇️ په دغه شان الله خپل حكمونه تاسي ته په ډاګه څرګنده درښيي، ترڅو چي تاسي له پوهي او ادراك سره كار وكړئ. ‏ سبحانك اللهم وبحمدك أشهد أن لاإله إلا أنت أستغفرك وأتوب إليك. نور بيا........ إن شاء الله نوټ⬇️ تر نورو  رَسَول یې صدقه جاریه ده ـ جـزاکـم الله خـیـرا . . .
❤‍🩹 1

Comments