
الذي علم بالقلم
February 23, 2025 at 11:11 AM
*الله اکبر*
*د الله اکبر معنی داده چې الله له هر شي لوی دی.*
*کله چې د انسان په زړه کې د الله لويي پیداشي، عزت نفس، او استغنا پیداکوي.*
*د الله اکبر په ویلو سره انسان رکوع ته ځي، سجده کوي او خپله لويي ختموي.*
*الله اکبر له الله پرته د هر چا له لويي نه انکار دی.*
*په الله اکبر سره انسان په دنیا کې د ژوند کولو حق پیداکوي.*
*کله چې په زړه کې الله اکبر نه وي، ژوند حرام دی، علم فساد دی، ډوډی مرداره، جنت جنت دنیا دوزخ دی.*
*که الله اکبر نه وي، یعنې په زړه کې د الله لويي نه وي بیا فرعونیت دی، فرعونیت د آزاد انسان غلامول دي، دنیا د ماشومانو قصابخانه ده.*
*موږ ته حتی له څارویو څخه د ګټې حق الله راکړی، ځکه د ذبحې پر مهال الله اکبر وایو.*
*الله اکبر، د الله په دنیا کې د ژوند کولو جواز دی، ځکه د ماشوم په غوږ کې آذان کوو او الله اکبر وایو.*
*الله اکبر د لا اله الاالله نچوړ دی. د همدې کلمې په ویلو سره د صحابه کرامو په زړونو کي د الله لويي پیدا شوه، د سلو کلونو دښمنۍ په ورورۍ بدلي شوې، د یوبل حقونه یې وپېژندل.*
*نبی علیه السلام د دوی ترمنځ داسې صلحه نه ده کړې لکه یوقاضي او مصلح یې چې د مدعی او مدعی علیه ترمنځ کوي، خبره داده چې جګړې له فرعونیته زيږي، د بل حق نه منل فرعونیت دی، کله چې په زړه کې د الله لويي پیداشي د زړه سترګې یې بینا کیږي، حق د سر په سترګو نه بلکې د زړه په سترګو پېژندل کیږي.*
*د قرآن کریم دعوت که په دوو کلمو کي خلاصه کیږي نو هغه به الله اکبر وي، قران چې د چا زړه ته ښکته شي هغه په دې فکر وي چې الله یو دی او نور ټول مخلوقات دي، حتي چاته چاپلوسي هم نه کوي.*
*مولانا یعقوب بهوپالي وايي: په خانقاکي د قرآن په ځای د تصوف کتابونه ډېر لوستل کیږي، څوک د زبدة السالکین په نوم یادیږي، څوک قدوة السالکین په نوم او څوک د پیر په لاس او پښو لګیاوي،*
*خو د قران ترجمې ته څوک دومره توجه نه کوي، ځکه چې قران ټول بندګي ته رابولي او د انسان سطحې ته یې راټیټوي، استثناءات او امتیازات له منځه وړي، نو ځکه په خانقا کي د قرآن ترجمې د نشت په حساب دي،*
*قرآن هغه رسۍ ده چې فرعون له آسمان نه راښکته کوي، او د فرعون چاپلوسان له څا راباسي.*
❤️
❤🩹
3