الذي علم بالقلم
الذي علم بالقلم
February 24, 2025 at 07:58 AM
عنْ عائشة رضيَ اللَّه عنْهَا قَالَت : كانَ رسُولُ اللَّهِ ﷺ يذكُرُ اللَّه تَعالى على كُلِّ أَحيانِهِ. "رواه مسلم" ژباړه: دمؤمنانو مور عائشه رضی الله عنها فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به الله تعالی يادوي(ذکر به يي کوی)په ټولو وختونو کي(ناسته,ولاړه,روانه,پروته او...). دحديث متعلق يو مهم سوال: سوال داچي که موږ هم دخپل نبي دتابعداری له وجي وغواړو چي په ټولو حالاتو کي دالله عزوجل ذکر وکړو نو په کومه طريقه ذکر به کوو ايا نقشبندي که قادري يا سروردي او که چشتي نو ګويا چي زموږ ددي سوال جواب الله عزوجل په سورة آل عمران ٣١ ايات مبارک کي کړی فرمايلي: (قل إن کنتم تحبون الله فاتبعوني يحببکم الله ويغفرلکم ذنوبکم...إلی آخرالآية). ژباړه:ته ورته ووايه(ای نبي)که چيري تاسي دالله سره محبت لری (رشتينی محبت)نو زما(نبي)تابعداري وکړی الله به ستاسي سره محبت وکړي او ستاسي ګناهونه به معاف کړي. نو اوس ښه توجه مذکور حديث او ايات مبارک ته چي الله عزوجل موږ ته وفرمايل چي که چيري تاسي دالله عزوجل سره دمحبت دعوا لری نو دهغه دنبي تابعداري وکړی نو ستا دي په الله عزوجل قسم وي چي دنبي تابعداري په هغه ذکرونو کي ده(نقشبندي,قادري,چشتي,سروردي) چي طريقي يي له ځانه ټاکل سوي او که دنبي تابعداري په هغه ذکرونو کي ده چي په نبوي احاديثو کي صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعين له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نقل کړي. تنبيه!په پورتنی سوال او جواب کي که يو مسلمان په انصاف سره سوچ وکړي چي موږ الله عزوجل په څه سره او دچا په تابعداری سره امر کړي يو او موږ بيا دچا په طريقه پسي روان يو نو حقيقت دمسئلي ته به ورسيږي. البته: که يو څوک دپورتني ليکني اړوند يو علمي مدللة ملاحظه لري په سر او سترګو,خو علمي او مدللة نه بي...!!

Comments