غوث المشائخ رسنيز دفتر
غوث المشائخ رسنيز دفتر
February 9, 2025 at 02:23 AM
هغه سنت طريقې او عملونه، چې زياترو پۀ ټولنيز ژوند کې د شرم/ عار لۀ وجې ترک(پرېښي) دي: ۱. دا هم سنت ده، چې لۀ ځان څخه د مشرې ښځې سره وادۀ وشي. ۲. دا هم سنت ده، چې لۀ طلاق شوې ښځې سره وادۀ وشي. ۳. دا هم سنت ده، چې لۀ کونډې ښځې سره وادۀ وشي. ۴. دا هم سنت ده، چې ښځو سره پهٔ کورني کارونو؛ لکه: پخلی، پاکوالی، مینځل او نورو کې مرسته وشي. ۵. دا هم سنت ده، چې د محبت د اظهار لپاره خپلې مېرمنې ته خواړۀ ورکړې او خپل لاس یې خولې ته وروړې. (دا د صدقې لۀ اعمالو څخه شمېرل کېږي.) ۶. دا هم سنت ده، چې خپلې مېرمنې ته خپل محبت، قدرداني او درناوی څرګند کړې. ۷. دا هم سنت ده، چې د خپلې مېرمنې تېروتنې وبخښئ. ۸. دا هم سنت ده، چې ځان د خپلې مېرمنې لپاره د لیدو وړ او زړۀ راښکونکی وساتې. ۹. دا هم سنت ده، چې د خپلې مېرمنې پهٔ احساساتو وپوهېږئ او هغۀ ته تسلي ورکړئ؛ کله چې اړتیا ولري. ۱۰. دا هم سنت ده، چې لۀ خپلې مېرمنې سره لوبې وکړئ او ګډ خؤښ وخت تېر کړئ. (لکه سیالي کول، کیسې بیانول او د خؤښيو شریکول.) ۱۱. دا هم سنت ده، چې د خپلې مېرمنې پهٔ غېږ کې آرام وکړئ. ۱۲. دا هم سنت ده، چې خپلې مېرمنې ته ښکلي نومونه ورکړئ. ۱۳. دا هم سنت ده چې د خپلې مېرمنې شخصي رازونه د کورنۍ یا دوستانو سره شریک نه کړئ.
❤️ 1

Comments