ستًٍَِاًٍَِ یًٍَِاًٍَِڊًٍَِۆًٍَِنًٍَِۆًٍَِ لًٍَِیًٍَِۆًٍَِنًٍَِیًٍَِ ڪًٍَِڔًٍَِمًٍَِ
ستًٍَِاًٍَِ یًٍَِاًٍَِڊًٍَِۆًٍَِنًٍَِۆًٍَِ لًٍَِیًٍَِۆًٍَِنًٍَِیًٍَِ ڪًٍَِڔًٍَِمًٍَِ
March 1, 2025 at 01:35 PM
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، باران او سختو بادونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. د دې ریاست له لوري په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې سبا (یکشنبه، د حوت ۱۲مه) به په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکنډي، ارزګان، کندهار، زابل، پکتیکا، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، کابل، لوګر، میدان وردک، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، تخار، کنر، نورستان او بدخشان کې واوره او باران وورېږي. تمه ده چې د واورې کچه له ۱۰ تر ۲۵ سانتي‌متره او د باران اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي‌متره وي. همداراز، په شمالي، لوېدیځ، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې به بادونه د ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره په ساعت سرعت ولري.

Comments