❤نړیوال جالب معلومات❤
February 13, 2025 at 05:51 PM
*نن دي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)*
*د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.*
*امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.*
*حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟*
*صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې*
*اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟*
*د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي*
*د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.*
*عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل* *چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته* *پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم* *ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم* *ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.*
*ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي :*
*1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.*
*2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.*
*3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.*
*(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)*
❤🩹🥀🍂
ستاسو ورور مولوی صاحب ابو احمد
❤️
1