
د بلخ د اطلاعاتو - کانال - اطلاعات بلخ
February 15, 2025 at 03:09 PM
د بلخ محترم والي صاحب په خاص هدایت د مزارشريف ښاروالۍ ریاست له لوري د ۲۰ کلنو پاته کثافاتو د ايستلو او پاک کولو دوهم پړاو پروسه پیل سوه
د شنبې په ورځ دغه عمومي حشر د بلخ محترم والي الحاج محمد یوسف وفا صاحب په خاص هدایت او د مزار شریف ښاروالۍ ریاست له لوري ددې ښار په ۱۲ ناحیو کي د ۲۰ کلونو څخه د پاته کثافاتو د راټولو دوهم پړاوو کمپاین پیل سو، چي لومړي پړاوو کي ۱۵ زره متره مکعبه کثافات د ښار څخه لیري ساحو ته انتقال کړل سوه، چي په دویم پړاوو مراسمو کې د مزارشريف ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي محمد کاظم طارق، د مزار ښاروالۍ ښاري حکومتوالۍ رئیس مولوي حزب الله مهاجر، د بلخ اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمود اللّٰه ضرار، د مزار ښاروالۍ سکتوري برخې رئیس استاد احمد جاوید مایار، تجارانو او صنعت کارانو او ددې ښار یو شمېر ځايي اوسيدونکو برخه اخیستې وه.
د مزارشريف ښاروال الحاج محمد کاظم طارق وويل: چې په تېرو شلو کلنو نه يوازې په ښار کې اساسي پروژې نه دي پلې شوي بلکې په ښار کې هغه شته کثافات انتقال شوي ندي خو الحمدالله د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره سم ددې هیواد اصیلو بچیانو موټې ورنغاړلي تر څو ددې ښار پاکوالي او ښکلا په برخو کې فعاله ونډه واخلي،ښاغلي طارق زیاته کړه چې ټول ښاریان باید هڅه وکړې چې د مزار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړې او مونږ هڅه کوو چې د یوې کمپاين په ترڅ کې به دغه کثافات له ښار څخه لرې ساحه کې انتقال کړل شي تر څو په ټول ښار کې دغه ستونزه په بنسټيزه توګه حل کړل شي، نوموړي ددې ښار پر ټولو ميشت اوسيدونکو څخه وغوښتل چې د مزار ښاروالۍ د ادارې سره د همکاري کولو سربېره د خپل کور مخې ته یو نیالګی کښینوي تر زمونږ ښار پاک او طبيعي ښکلا پیدا کړي.
همدارنګه د بلخ ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوي محمود اللّٰه ضرار په داسې حال کې چې د ښاري فرهنګ د ودولو په تړاو خبرې وکړې او وويل: چې ددې ښار ټولو ميشتو اوسیدونکو ايماني او فرهنګي وجيبه ده چې د خپل ښار پاکوالي او ښکلا موندنې په برخو کې مثبت ګام پورته کړي، ښاغلي ضرار زیاته کړه که چرته مونږ ټول د خپل کور په څیر خپل ښار پاکوالي ته متوجه شو، نو هغه به مونږ خپل فرهنګي او شرعي مسؤلیت ترسره کړی وي، نوموړي دغه ښار يي د شمال زون مرکز وباله او وويل: که چرته زمونږ ښار پاک وي زمونږ ناروغي به له منځه ولاړ شي او په صحت او ښکلی ښار کې به ژوند وکړو.همداراز د بلخ علماوو شورا رئیس شیخ عبدالجلیل شهیدخیل صاحب په داسې حال کې چې پاکوالي يي د ايمان یوه برخه وګڼله او وويل: چې مونږ ټول باید هڅه وکړو لکه څرنګه چې خپل کور پاک ساتو همداسې باید د خپل ښار پاکوالي او ښکلا ته په زیاته پیمانه توجه وکړو.ښاغلي شهیدخیل صاحب د خپلو خبرو پر دوام وويل: دمګړۍ په ټول هیواد کې رغنیزې او پراختیايي پروژې کارونه په چټکۍ سره دوام لري، چې دا ټول د اسلامي امارت د لاسته راوړلو څرګندونه کوي.
بلخوا بیا د مزار ښاروالۍ سکتوري برخې رئیس استاد محمد جاويد مایار ددې عمومي حشر په اړه د هر اړخیزو معلوماتو ورکولو سربېره وويل: چې دغه لړۍ مو د بلخ محترم والي صاحب په خاص هدایت په ټول ښار کې د کثافاتو ټولو لړۍ پیل کړې ده، او مونږ هڅه کوو چې په ټول ښار کې کثافات راټول کړو، ښاغلي مایار زیاته کړه چې له دې ښار څخه په د دوو لسیزو کثافت په دوهمې کمپاين په ترڅ کې پاک کړل شي چې له ده سره به زمونږ ښار لا ښکلا ومومي.
هیره دې، نه وي چې د مزارشريف یو شمېر اوسېدونکو د مزار ښاروالۍ له دغه نيک ګام څخه هرکلی کوي او وايي چې د مزار ښاروالۍ د سږکال کارونه د ستاینې وړ دي. د دوی په خبره ددې عمومي حشر په بشپړولو سره به د دوي ستونزې د هوارې ترڅنګ دغه ښار لا ښکلا پیدا کړي.
شنبه: ۱۴۴۶/۸/۱۶
د بلخ ولايت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز