د بلخ د اطلاعاتو - کانال - اطلاعات بلخ
د بلخ د اطلاعاتو - کانال - اطلاعات بلخ
February 19, 2025 at 06:31 PM
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس د آرزو نړيوال راډیو تلويزيون له چارو او استېډيوګانو څخه ليدنه وکړه. په لیدنه کې د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار، چې د بلخ ولايت مقام وياند عطالله حاجي زيد، د اطلاعاتو آمر عطامحمد ساهو، د فرهنګ او هنر آمر ذبيح الله آريايي، یې ملتیا کوله، لومړی یې د آرزو نړيوال راډیو تلويزيون له مسئول مدیر عبدالبصير عابد او د کمال نبي‌زاده د خيريه بڼسټ رئيس سره ليدنه وکړه او تلویزیون په نشراتو او ارزښت بحث او خبرې وکړې او رسنۍ یې د نظام او ټولنې تر منځ ارتباطي پول وبللې او زیاته یې کړه، چې دغه وسيله د اطلاع رسونې او نشراتو ترڅنګ د ولس او نظام ترمنځ د اړیکو خورا مهمې وسیلې هم ؤبللې. ښاغلي مولوي صیب ضرار زياته کړه، د خوښۍ ځای دا دی، چې له مزارشريف ښار څخه يوه رسنۍ چې هم د تلويزيون او هم راډيو برخې لري، په نړۍواله کچه معياري نشرات کوي. همدا رنګه د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ډاډ ورکړ چې د رسنيو هر راز ستونزو ته به رسېدنه کوي او د ا.ا.ا د پاليسۍ سره سم د نشراتي پياوړتيا او ښې اطلاع‌رسونې لپاره به د رسنیو تر څنګ ولاړ وي. همدا راز د آرزو نړيوال راډیو تلويزيون مسئول مدير د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس او بلخ ولایت مقام ویاند له راتګ مننه وکړه او د اسلامي امارت د پاليسۍ مطابق یې د نشراتو او خپرونو ډاډ ورکړ. د دغه ليدنې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس او ور سره پلاوي د دغه تلوېزيون له بېلابېلو برخو او سټېديوګانو او کارکوونکو له کاري دفترونو څخه هم کتنه وکړه. چهارشنبه: ۱۴۰۳/۱۲/۱ ـ ۱۴۴۶/۸/۲۰ د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست
👍 💚 2

Comments