
د بلخ د اطلاعاتو - کانال - اطلاعات بلخ
February 26, 2025 at 03:37 PM
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د بلخ ولايت ټولو ملکي او نظامي ادارو وياندویانو ته د ټولنيزو رسنيو پر ارزښت او سایبري امنیت دوه ورځنی سيمينار پرانېستل شو.
د دغه سيمنار د پيل په مراسمو کې د بلخ ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي نيک محمد حنفي، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمد الله ضرار، د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید صیب، د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر عطاء محمد ساهو، د استخباراتو مطبوعاتي مسئول الهام صیب او د بلخ ولایت ټولو ریاستونو مطبوعاتي مسئولینو او وياندویانو حضور درلود.
د یاد سیمینار په پرانېسته کې د بلخ ولايت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئيس مولوي نيک محمد حنفي د خپلې وينا پر مهال وویل: " ټول امارتي کارکوونکي باید په ادارو کې له مراجعنو سره حسنه چلند وکړي، خپل نشرات او د نظام لاسته راوړنې باید پر وخت نشر او د ټولیزو رسنیو له لارې تر عامو خلکو ؤر ؤرسوي او د ادارو ویاندویانو د ظرفیت لؤړؤنې په برخه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کړنې ؤستایلې.
همدا رنګه د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمدالله ضرار د سيمينار ګډونوالو ته د وينا پر مهال د ټولنیزو رسنیو پر ارزښت او سايبري امنیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه" که څه هم له دښمنانو سره مو مخامخ جګړه ختمه شوې، خو تبلیغاتي جګړه مو لا هم د ګرمېدو، په حال کې ده، ضرور ده چې دغې برخې ته هم جدي متوجه و اوسو. ښاغلي مولوي محمدالله ضرار، د رسنيو له مسئولینو او ریاستونو له مطبوعاتي مسئولینو څخه غوښتنه ؤکړه، چې په دغه برخه کې دې په ټول توان سره کار وکړي.
په پای کې د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید هم لنډې خبرې ؤکړې او د ټولو ادارو له مطبوعاتي مسئولینو یې غؤښتنه ؤکړه چې د اسلامي امارت د پاليسۍ مطابق نشرات ؤکړي او د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له دغې نوښت او کړنې څخه هر کلی ؤکړ.
د یادونې وړ ده، چې دې ته ورته سیمینارونه به د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د بلخ ولایت ټولو ادارو ویاندویانو ته په هرو دريو مياشتو کې دایرېږي.
چهارشنبه:
١٤٤٦/٨/٢٧
١٤٠٣/١٢/٨
د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست