سبیل الرشاد(2)
سبیل الرشاد(2)
February 1, 2025 at 04:38 AM
*ورځنی حديث شريف 132* *رسول الله ﷺ وفرمایل:* *تاسو هر یو شپون (چوپان) یاست، او هر یو به د خپلې رمې(مسؤولیت) په اړه پوښتل کېږئ امام (واکمن) شپون دی، او د خپلې رعیې (ولس) په اړه به ځواب وايي سړی د خپلې کورنۍ شپون دی، او د خپلې کورنۍ په اړه به ځواب ورکوي ښځه د خپل مېړه په کور کې شپنه ده، او د کور په اړه به ځواب وايي خادم د خپل بادار د مال شپون دی، او د هغه مال په اړه به ځواب ورکوي نو تاسو ټول شپانه یاست، او ټول به د خپلو رمې (مسؤولیتونو) په اړه پوښتل کېږئ* *(بخاري: 893، مسلم: 1829)* *دا حدیث د هر کس مسؤلیت بیانوي، چې انسان باید خپل مسؤلیتونه وپېژني او د هغوی حق ادا کړي*
❤️ 2

Comments